ارجینټینا : د یوه هوټل د ۲۳م پوړ څخه یوې مېرمني ځان واچاوه

مختار احمد احسان | جنوري 24th, 2011


د ارجینټینا په مرکز “بوأنوس آیړس” کي د یوه هوټل د ۲۳م پوړ څخه یوې مېرمني ځان لاندي اچولئ دئ، چي اوسمهال تر درملني لاندي ده .

نوموړې مېرمن د ۲۳م پوړ څخه پر یوه ټکسي رالوېدلې، چي له امله یې د ټکسي سر (پورتنۍ طبقه) ننوتلې او د مخ هنداره یې ماته سوې ده .
راپورونه د نوموړي مېرمن نوم نه یادوي، خو په اړه یې زیاتوي چي د ارجینټینا تابعت لري او شاوخوا د شلو کالو ده .

ټکسي چلوونکی د پيښي په اړه داسي وايي : “زه د پيښي د رامنځته کېدو څخه شېبه مخکي د ټکسي څخه ولاړم . که چيري په ټکسي کي ځنډېدلائ وائ، نو به اوس ژوندی نه وائ پاته .
زه د ټکسي څخه تقریبا ۱۰ متره لیري وم، چي یو غټ ږغ مي در غوږ سو .”

 

Copyright Larawbar 2007-2024