کور / سپورټي / د كركيټ بورډ نوى رئېس وټاكل سو

د كركيټ بورډ نوى رئېس وټاكل سو

نن د افغانستان د ماليې وزير او د کريکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د افغان کريکټ د سرنوشت پرېکړه وکړه او د دې دندي دپاره يې نسيم الله دانش وټاکه.
نسيم الله دانش د افغانستان د خوست ولايت د مندوزيو ولاسوالۍ يو اوسېدونکی دئ، نوموړی په کريکټ کي کافي معلومات لري، د ژورناليزم په برخه کي لوړي زده کړي لري، ښاغلی دانش د بېلابيلو شخصي ادارو مشر او مدير پاته سوی او د چارو په سمولو او اداره کولو کي ډېر پياوړی دئ.
ښاغلي زاخېلوال نن د کريکټ بورډ د ادارې ټولو کارکوونکو سره په ناسته کې وويل (( نسيم الله دانش زه نه پېژنم خو کوم معلومات او پلان چي په پېژند پاڼه کي ليکلی تر نورو کانديدانو ډېر پياوړى و، په نورو کانديدانو کي نوموړی د ازاد رقابت پر بنسټ غوره سوی دئ، ښاغلی دانش به تر درو مياشتو پوري د ازمويني په څېر کار كوي که چيري يې د کريکټ د ودي او پرمختګ دپاره ښه کار وکړ نو د مرستيال اجرايوي مشر د دندي څخه به نوموړی د کريکټ بورډ د اجرايوي رئېس په څېر ټاکل کيږي، نوموړی اوس اجرايوي مرستيال مشر دئ او برياليتوبونه ورته غواړم)).
همدارنګه ښاغلي زاخېلوال صېب نوري پرېکړي هم کړي چي سبا به يې خپله د کريکټ بورډ نوی اجرايوي مشر په خبري غونډه کي رسنيو ته په ډاګه كړي.