کور / سپورټي / كندهار : د كركيټ لوبي دپاره روزنيز پروګرام دايريږي

كندهار : د كركيټ لوبي دپاره روزنيز پروګرام دايريږي

په کندهار کی د سهېل لوېديځي حوزې د ولاياتو دپاره دکرکيټ لوبي روزنيز لس ورځنی پروګرام دايريږي، دغه پروګرام به د راتلونکي فبروري دمياشتي دلسمي نېټې(۲۰۱۱) څخه بيا تر شلمي نېټې پوري دلسو ورځو دپاره دکندهار ولايت په غازی محمد ايوب خان لوبغالی کي ترسره سي.
دا روزنيز پروګرام د لوبي سپورټي روزنيزي موسيسې دخوا په لاره اچول کيږي چي پکښي به دتکړه او دتجربه لرونكو ښوونكو دخوا دکرکيټ لوبي لوبغاړوته د دې لوبي دهري برخي روزنه په ښه توګه ورکول کيږي څو ددې سيمی دکرکيټ لوبغاړي دکرکيټ لوبه په معياري توګه زده او په راتلونکي وخت کي ددې روزني څخه په ګټه پورته كولو سره په دغه سيمه کي ښه او پياوړي لوبغاړي پيدا او خپل مهارتونه په ولايتی او ملی سطحه وښيي.
دبوست اوکندهار دکرکيټ اداره د ټولو هغه لوبغاړو څخه چی عمر يي د ۱۴ څخه تر ۳۰ کلو پوری وي او دکرکيټ لوبی د زده کړي سره مينه ولری غوښتنه کوی څو په دغه روزنه کی دګډون په موخه دکندهار دکرکيټ اکاډمۍ څخه چی په غازی محمد ايوب خان لوبغالي کی موقعيت لري د د نوم ليكني پاڼه ترلاسه کړي او د دغي موقع څخه ګټه واخلي او په دغه روزنه کي ځان شامل کړي.