هالنډ د افغان ماموريت لپاره د پارلمان ملاتړ خپل کړ

د لراوبر اداره | جنوري 28th, 2011


د هالنډ کابينې تر يو مياشتني ځنډ او بحثونو وروسته تېره شپه ناوخته د افغان پوليسو د روزلو لپاره د پارلمان د اکثريت ملاتړ ترلاسه کړ او په دې ډول سره به اوس په افغانستان کي د روزونکو د ډلي په ور لېږلو سره د خپلو سرتېرو شمېر ۵۴۵ ته ورسوي .


ټاکل سوې ده چي هغه څلور ايف شپاړس ماډل جنګي الوتکي چي دا مهال د ۱۲۰  املې سره په جنوبي سیمو کي په دنده بوخت دي هم د افغانستان شمال ته ولېږدېږي . د روزونکو ډله به په کندوز ولايت کي د ملي پوليسو هري دورې ته ۱۸ هفتې روزنه ورکړي ، په دې روزنه کي د ليک لوست تر څنګ د خلکو سره چال چلند او د خلکو حقونه پيژندل او يو شمېر نوري پوليسي دندي شاملي دي ، هالنډيان به له افغان دولت څخه تضمين اخلي چي ددوی لخوا روزل سوو پوليسو څخه به په پوځ کي د جګړې پر مهال کار نه اخلي او د ورپيژندلو په وخت کي به په کندوز کي پښتنو ته چي د نورو قومونو په پرتله اقليت دي پاملرنه کوي چي له روزني څخه برخمن سي .


هالنډيان به تر تخنيکي اواکمالاتي چارو وروسته به د سږکال په جولای کي د افغان پوليسو په روزنه پيل وکړي .


د يادوني وړ ده چي په کندوز ولايت کي د ۲۰۰۳ کال راپدې خوا جرمني پوځيان مېشت دي چي نن يې په برلين کي د ماموريت دمودې اوږدېدو په اړه د کابينې او پارلمان تر منځ تود بحث روان دی . اټکل کېږي چي په کندوز کي به د جرمنيانو دماموريت اوږدېدل په اساني سره ومنل سي خو په هالنډ کي تېر کال په افغانستان کي هالنډيانو د ماموريت اوږېدو پر سر ددې هيواد حکومت ونړېدﺉ او دولت دوهم ځل ټاکنو ته اړ سو .

Copyright Larawbar 2007-2024