اندونیزیا : په کښتی کي د اور له کبله ۱۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ
په اندونزیا کي په مسافر وړونکې کښتی کي د اور د رامنځته کېدو له کبله ۱۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او یو شمېر نور زخمیان سول .
د اندونیزیا د ترانسپورټ وزارت د راپورونو له مخي په نوموړې کښتی کي د ۳۱ کار کوونکو په شمول ۴۰۰ تنه د جاوا ولایت څخه د سوماټرا پر لوري روان وه .
راپورونه زیاتوي چي د پيښي په اړه تحقیقات پیل سوي دي او دوام لري .