کور / سياسي / د بنګله دېش بې ستري پرله پسې اوولسمه برخه

د بنګله دېش بې ستري پرله پسې اوولسمه برخه

(اولسمه برخه)


د دسامبر د مياشتې په اوږدوکې اود ١٩٧١ کال په لومړنيو ورځوکې يحيى خان ټول خپل وخت د (هيليو اوزرکوپه ښکار) تير کړ. دې ته خلک هک حيران پاتې وو.  د دې ښکار کولو لپاره نوموړى کراچۍ، لاهور، حيدراباد، بهاولپور او لاړکانې ته چې د مسټر بوتهوکور دى لاړ اوهلته د دې سندهي زميندار (بوټهو) له خوا ورته تود هرکلى او ميلمستياوې وشوې. که څه همورځپانې او کلوپونه له ډول ډول افواهاتو څخه ډک وو، مګر خلکوته دا څرګنده نه وه چې پريزيډنټ يحيى خان د لويې لوبې په تکل کې و. ترکاڼانو، برقيانو، موبل سازانو د اکتوبر اونوامبر د مياشتې په اوږدوکې په ډيره چټکتيا په اسلام اباد کې د نوي سټيټ بانک په اډيتوريم کې کار کړى و اوهغه يې د ملي اسامبلې د غونډې کولولپاره څه موده مخ کې تکميل اوچمتوکړى و. دا اديتوريم په مُدرن ډول د خبرو،ويناګانو اوپه درۍ ژبو بنګالي،اردو او انګريزي د ژباړنې ترتيب جوړ شوى و. يواځنى کومشى چې اوس پاتې و، هغه د پريزيډنټ له خوا د اسامبلې د غونډې اجازه وه. مگر دا اجازه څنګه چې وروسته به په تفصيل سره وليدل شي، د فبرورۍ د مياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې يانې د شيخ مجيب الرحمن له وروسستي اخطار څخه دوه ورځې پخوا ورنکړى شوه.
د دې مودې په اوږدوکې د يحيى خان يواځنى مقصد دا و چې اوضاع خړه پړه کړي او مسټر بوتهو د شيخ مجيب الرحمن په مقابل کې د بيشرمانه وسلې په توګه استعمال کړي. بوټهو صاحب هم پخپل وار د دې نظريې ښه هرکلى وکړ.
زه بوټهو ښه پيژنم او له ډير نږدې مې د هغه سياسي اړخونه او په سياسي ژوند کې بدلونونه ليدلي دي. نوموړى خورا اشکپ (Astute)  سياستمدار دى. له بلې خوا ډير جاه طلب او بې واره انسان دى چې دې حقيقت د ده د ژوند سياسي انعکاسات په اپورتونيزم باندې بنا کړي او د ابن الوقتۍ په ناروغي اخته دى. بوټهو د مارشال ايوب خان د پوځي بيروکراسۍ د لمنې په ورټولولو کې فعاله برخه  درلوده، مگر برعکس وروسته بيا خلکو اواولسونو ته د خيانت په لار کې استعمال کړى شو او دا ټول د ده د جاه طلبۍ او اپورچونيستي نتايج وو.
د انتخاباتو شمير که څه هم د پنجاب برياليتوب ده ته غرور پيدا کړى و، مگر د عوامي ليګ د برياليتوب په هکله يې غړي تښتيدلي وو اوهک حيران پاتې و. په دې خبره ښه پوهيده چې ممکن سند او پنجاب ترلاسه کړاى شي، مگر په ملي اسامبله کې به ورته کومه هيله پاتې نه وي او کومه لويه برخه يې که په نصيب شي نو د مقابل لوري د ليډر په توګه به ومنل شي – چې په حکومت کې به ډيره لږ اغيزه ولري. دا د ده په نفس نه هواريده. ځکه چې تل تر تله يې ځان په بين المللي سويه د جمال ناصر په جاموکې ليدلو او د پاکستان د لومړۍ څوکۍ خوبونه يې ليدل.
که چيرې بوټهو د يموکراتيکي عمل ته چې په اولسي پلټفورمونوکې يې زوږ پورته کړى و، وفادار پاتې شوى واى نو د وخت له تيريدو سره به يې ممکن ټول خوبونه رښتيا شوي واى. مجيب الرحمن هم د صدر اعظم په توګه د پاکستان د پرابلمونو ټولې خل ليارې نه درلودلې، ممکن له څه وخته وروسته به ده ته وار رسيدلى واى چې بيا يې کولاى شول خپل آس وځغلوي او ټول هوسي اقتصادي پروګرامونه په کار واچوي. مګر بوټهو صاحب کله دومره حوصله درلوده چې انتظار يې کړى واى. 
مستر بوټهو په ډيره زرنګۍ دا خبره درک کړې وه چې د ده ځانګړې ګټې د پوځۍ بيروکراسۍ له ګټوسره په توافق کې وې او چرت يې وهلى و چې که چېرې د دې قطعه بازى په لوبه کې لږ څه ځير شي  نود پاکستان لمړى څوکۍ به ې په برخه شي!
پدې باور لرم چې نوموړى د يحيى خان په اساسي پلان ښه خبر و، مګر داسې فکر يې کاوه چې ګوندې په نتيجه کې به څپه په بله خوا واوړي او هرڅه به يې په خپله ګټه تمام شي. دلته غوره دا ده چې بوټهوصاحب خو غرور او خپل ځان ته د افراطي لويوالي احساس دې ته نه پريښود چې لږ څه فکر وکړي چې شيخ مجيب الرحمن به هم د يوه ټاکل شوي ليډر په توګه پوره عکس العمل وروښيي او پدې حقيقت ړوند کوڼ شوچې که چيرې پريزيډنټ يحيى خان خپل هدف ته ورسيږي، بيا به نوده ته کوم ضرورت نه لري. هره خبره چې وي،وي به خو مسټر بوټهو له انتخاباتو څخه دومره په غوره او کبر کې و چې سارى يې نه درلود. او د شيخ مجيب الرحمن په ککره کې لدې سره چې د ول ملت له خوا منل شوى ليډر و داسې هوا نه ليدل کيدله. دا وخت و چې د عوامي ليګ مشر له بوټهو صاحب څخه لومړنۍ غوښتنه وکړه.
 د  دې پېښې په هکله مالومات  ما ته هغه چا راکړ کوم چې د شيخ مجيب الرحمن پيغام يې بوټهوته وړى و. دا پيغام وړونکى په لندن کې د بنګالي زده کوونکو ليډر و چې هغه وخت په رخصتي ډاکې ته راغلى و. نوموړي له دواړوخواو سره ښې اړيکې لرلى. دلته د هغه نوم ځکه نه اخلم چې هغه په خپله داسې غوښتنه کړې ده.  دې زده کوونکي کله چې له انتخاباتوڅخه دوې هفتې وروسته شيخ مجيب الرحمن ته وويل چې غواړي د بوټهو ليدلو ته ورشي نوموړي ورته وويل چې (بوټهو صاحب ته ووايه چې که “دى زما څوکۍ غواړي، حاضر يم وريې کړم خو شرط به يې دا وي چې زما شپږ فقريزې غوښتنې ومني.”)
دا  پيغام کراچۍ ته يوړل شو.مسټر بوټهو نوى له لاړکانې څخه بيرته راګرځيدلى و او په عادي ډول يې په کور کې له ملګرو او پالندويانو سره دربار کاوه. زده کوونکي په يوه شا کوټه کې دا پيغام ورته ووايه. بوټهو ناڅاپه دومره جذباتي شو چې نږدې يې سترګې له کسو وتلې وې! “رښتيا داسې ييې ووويل !!؟” کله چې يې وليدل چې خبره کره ده نودستي يې بابو ته غږ وکړ چې: “هله زما تليفون راوړه اوله شيخ مجيب الرحمن سره مې رخ کړه!” مګر له بده مرغه د عوامي ګوند مشر نه په کور کې و اونه د ګوند په دفتر کې. په پاى کې يې زده کوونکي ته وويل چې زما پيغام هم شيخ مجيب الرحمن ته ورسوه او ورته ووايه چې (زه لږ څه بوخت يم او سمدلاسه يې نه شم ليدلى، مګر مصطفى قاهر به وروليږم چې له ده سره ليدل وکړي.) دا پيغام په تليفون کې د عوامي ليګ مشر ته وويل شو اويوه ورځ وروسته مصطفى قاهر د بوتهو خاص نماينده د ده احترامات ډاکې ته يووړل.
که څه هم دې کار خوپخپله کومه نتيجه ورنکړه مګر د هغه پهرڼا کې د پاکستان د سياست اړخونه ښه څرګنديدلاى شي. له يوې خواغ دا حقيقت په ډاګه کېږي چې مسټر بوټهو د عوامي ليګ د مشر يانې هغه چا غوښتنې چې د اسامبلې ټول څه يې په واک کې وو، څومره اغوا کړى و.  دويمه دا چې بيا وروسته کله چې ورڅرګنده شوه چې يحيى خان نه غوښتل چې شيخ مجيب الرحمن مخه يوسي، نو سمدلاسه دهغه په خوا مات شو. اوس غوره دا ده چې ووينو چې ايا شيخ مجيب الرحمن جدي و؟ او يا دا چې نوموړي هم يواځې دانه اچوله اولومه يې شا ته ايښودلې وه!