طالبان : یوه څارګره طیاره او ۵ امریکایان له منځه ولاړل
طالبانو رسنیو ته ویلی چی د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د شیرعلی کاریز په سیمه کی یې هغه مهال پنځه امریکایی پوځیان ووژل چی د خپلی قرارګاه څخه راوتل خو ناڅاپه یوه غافلګیره حمله پر وسوه .
خبر زیاتوی چی د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د پشه ګری په سیمه کی یوه څارګره طیاره په درازکوف سره وویشتل سوه او راوغورځول سوه چی ټوتې یې اوس هم په سیمه کی پرتې دي .
طالبانو پرون هم په هرات کی د یوې بې پیلوټه طیارې د ویشتلو خبر ورکړی و .