غلیمانو پر يوه ژورنالیست کیمیايي مواد وپاشل او اور یې ورواچاوه
تازه راپورونه لیکي چي یو ويټنامی ژورنالیست د غلیمانو لخوا د حملو څخه لس ورځي وروسته د ورپاته زخمونو له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړ .
د پنځوس کلن ژورنالیست “لي هوانګ هونګ” کور ته لس ورځي مخکي غلیمان ورغلي وه، چي پر نوموړي یې هم کیمیایي مواد وپاشل او هم یې اور ورواچاوه . ذکر سوې پېښه په داسي حال کښي رامنځته سوه، چي نوموړي ژونالیست غوښتل د “هو چي مینه” نومي ښار حکومتي چارواکي محکمه کړي او په سبا باید محکمې ته حاضر سوئ وائ .
د ویټنام ( Dantri .com) ویبپاڼي د پيښي په اړه د “لي هوانګ هونګ” د مېرمني خبري خپرې کړي، چي يوه برخه یې په دې ډول ده : “ټول کورنۍ په خواږه خوب ویده وه، خو ناببره مي د بلي خوني څخه د خاوند چیغي او نارې تر غوږ سوې . چي کتل مو، پر هغه لمبې بلي وې .
موږ ډېـــــــــــــر ژر کوښښ وکړئ، چي اوبه راوړو، پر ویې پاشو، ترڅو اور مړ سي.”
د یادوني وړ ده چي دله منځه تللي ژورنالیست “لي هوانګ هونګ” د وروستیو راپورونو څخه یو راپورد ويټنام د اوسني حکومت د قانون د نه مراعت کولو په اړه و.