کابل: د چاپېريال ساتنې سيمنار جوړ شو

34 | فبروري 1st, 2011


دکابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې دچاپيريال ساتنې په موخه يوسمينارجوړ شوو .
دکابل ولايت والي دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل که څه هم په ده سبز ولسوالۍ کې څلور سوه پنځوس دخښتوبټۍ دي او په کې ديوسلوپنځوس زره خښتو په جوړولو سره يوسلوشپيته زره کارکوونکي په کې کار کوي خوپه دغه بټيوکې دربړونو سوزلو له امله دسيمې هوا ککړه شوي ده.
والي زياته کړه چې له دي وروسته به په دغه بټيو کې دهغه څه له سوزولو څخه مخنيوى کيږئ چې دهوا دککړتيا لامل ګرځي چې دبټيو دمسؤلينو له لوري ورسره ژمنه وشوه چې په دغه برخه کې به ځانګړې پاملرنه وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024