ملګري ملتونه: په اېران کې د اعدامونو اندازه لوړه شوې

34 | فبروري 3rd, 2011


د ملګروملتونو د بشري حقونو د سازمان مشره وايي، په ايران کې سږ کال د اعدامونو اندازه په ډراماتيکه توګه لوړه شوې ده.
د نوي پيلي دفتر ويلي، په ايران کې د روان کال په ترڅ کې د اعدام شوو کسانو شمېره د تير کال په مقايسه درې چنده شوی ده.
نوموړې ويلي، سره له دې چې ملګرو ملتونو له ايران غوښتي چې داعدامونو لړۍ ودروي خو داسې ښکاري چې ايراني چارواکو د مرګ سزا اورولو ته نور هم زور ورکړی دی
ميرمن پيلي ويلي په ايران کې سياسی اعدامونه د ملګرو ملتونو د مدني او سايسي حقونو له تړونونو څخه سرغړونه ده

Copyright Larawbar 2007-2024