دیوې لویې مظاهرې خبرتیا

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2011


موږ په  زرګونوکسان چې  په  ۹۰ نوي  مختلیفو کولتوري  ټولنو،سیاسي ګوندونو او ټولنیزوخوځښتونو پورې  تړاولرو  په  ګډه  د جرمني  په  بایرن   آیالت  مونشن ښارکې دناټودنړیوال امنیتي کنفرانس  په  ضد د راتلونکې  جمعې  او شنبې  په  ورځ  دیوې لویې مظاهرې پلان لرو .
په یاده مظاهره کې له سویس او اتریش څخه هم یو شمېر خوځښتونه ګډون لري  .
د پورتنیو سازمانونو مظاهره  په  مونشن  ښـار کې  دناټو د نړیوال  امنیتي کنفرانس  په  وړاندې   تر سره کیږي  د مظاهرې دمسؤلینو غوښتنې   په لاندې  ډول  سره  دي :
۱ ــ له افغانستان څخه  د الماني سرتېرو راوتل .
۲ ــ  دافغانستان  د ثبات لپاره  دجګړې بدیل .
۳ــ دجګړې ضد کولتور پیاوړتیا .
نوموړې  مظاهرې  ته ګڼ  شمېر افغانان  را دعوت  شوي، دبایرن  مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه  د دې مظاهرې له قدرمنومسؤلینو اوټولو ګډونوالو څخه  مننه  کوي  چې  زموږ  د ګران  هېوادافغانستان  دثبات  لپاره دجګړې بدیل غواړي .
موږ یو وړاندیز درلودکوریې ودان  دیادې مظاهرې نورومسؤلینوهغه په ورین تندي راسره  ومانه  زموږ وړاندیز  داسې و چې په مظاهره کې به دا لاندې شعار هم  تبلغیږي :
موږ بهرمېشتي افغانان دافغانستان ثبات  دیو بې پرې نړیوال  کنفرانس  په  دایرېدو کې وینو داسې یوکنفرانس چې دیوې لنډمهالې ادارې  په رامینځ  ته کولو سره  دسولې او امن  څرک ولګوي  ترڅو په آزاده فضأ کې مشروع او روښانو ټاکنو ته لار هواره  او افغانستان  دثبات او سوکالي پلو ته بوزي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دمظاهرې مسؤلین دجمعې  په ورځ دجګړې ضد کولتور په اړوند  اوپه سبا یې  د شنبې  په ورځ  دالماني سرتېرو  دراوتلو او په افغانستان کې دثبات  په اړوند تبلغات کوي .
نېټه : دجمعې  مازدیګر شپږ ۶ بجې  ۰۴ـ۰۲ـ۲۰۱۱
نېټه : دشنبې غرمه  ۱ یوه بجه  ۰۵ـ۰۲ـ۲۰۱۱
ځای : دمونشن ښار مینځ MARIENPLATZ
دمظاهرې مصویر رپوټ به په  راتلونکي کې تاسو ته وړاندي کړو.
دراتګ او همغږي هرکلی مو کوو.

Copyright Larawbar 2007-2024