کور / سياسي / دارالمجانین

دارالمجانین


خدمتګار ورځپاڼه ۱۰/۱۲/۸۹

د امریکې د دفاع وزیر تېره جمعه د امریکې د نظامي اکاډیمۍ محصلینو ته په یوه وینا کې وویل : « زما په نظر، که هر راتلونکی د دفاع وزیر ولسمشر ته مشوره ورکړي چې یو ځل بیا یو ستر امریکایي ځمکنی ځواک اسیا یا منځني ختیځ او یا افریقا ته واستوي نو، لکه جنرال مک آرتر چې په ډېر ظرافت ویلي وو، سر یې باید معاینه شي.»
د رابرټ ګېټس دغه څرګندونې د دې له پاره وې چې د نوي عصر غوښتنې بدلې شوې دي او زموږ امنیتي اندېښنې نور دا نه ایجابوي چې موږ دې پراخه، بې شمېره، سرتېري د جنګ میدان ته واستوو. ګېټس وایي : «د خورا خوځنده سوقي ځواکونو، که هوایي وي، که ځمکني او که بحري وي، د کارولو ستراتیژیک معقولیت په خپله توجیه کېږي» ځکه چې د هغه په وینا اوس نظامي عملیات چټکتیا او دقت ته ډېره اړتیا لري.


ښاغلی ګېټس اوس پوه شوی دی چې په افغانستان او عراق کې د بې شمېره پوځیانو کارول هغومره بریالۍ تجربه نه وه لکه د دویمې نړۍوالې جګړې څخه د اخیستل شویو نتیجو له مخې چې یې اټکل کېده. د یوویشتمې پېړۍ په درشل کې باید هر هېواد د خپلو اوږدمهالو ستراتیژیکو ګټو په نظر کې نیولو سره د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ماموریتونه له سره تعریف کړي. نننۍ تکنالوژي او ننني ګواښونه نور د دې اجازه نه ورکوي چې یو هېواد دې خپل نظامي ځواک د سرتېرو په شمېر کې وویني.


د افغانستان حکومت په تېرو دریو، څلورو کلونو کې په وار وار د خپلو امنیتي ځواکونو پر کمیت له سره کتنه وکړه او هرځل یې ځان ته تر تېرځل لوړ هدف و ټاکه خو تر اوسه لا د افغانستان حکومت دا په صراحت نه دي ویلي، او په غالب ګومان زموږ د پوځ او امنیت مسوولین په خپله هم نه پوهېږي، چې په راتلونکو درې، څلورو لسیزو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ماموریت څه دی؟
اوس موږ ته ویل کېږي چې د افغانستان اردو به تر دوو لکو زیات سرتیري ولري او ملي پولیس به هم د درې لکو شاوخوا پرسونل ته اړتیا ولري.


دا خبره به پر ځای پرېږدو چې په دومره ګڼو نظامي تشکیلاتو باندې موږ کومې ستونزې حلوو، خو دا خبره هم د کولو ده چې موږ پر کومو اقتصادي امکاناتو خپلې دغه قواوې سمبالوو، روزو یې او ساتو یې؟
کا شکې ښاغلي ګېټس هغو امریکایي ماهرینو ته هم  خپله دا خبره کړې وای چې د افغانستان د راتلونکو ملي امنیتي ځواکونو په اړه افغان حکومت ته مشورې ورکوي. او که دا نه کېږي نو بیا به د امریکې د دفاع له وزیر څخه هیله وکړو چې د روان کال تر پایه چې دا ښاغلی خپله وظیفه پرېږدي، په افغانستان کې د یو مجهز دارالمجانین په جوړولو کې خپله انساني دنده اجرا کړي.