سوډان : پولیسو د لاریونونو په ترڅ کي یو محصل وواژه

مختار احمد احسان | جنوري 31st, 2011


د سوډان په مرکز خرطوم کي د حکومت پر ضد د لاریونونو په ترڅ کي یوه محصل د زیاتو زخمونو له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړ . له منځه تللئ محصل محمد عبدالرحمن نومېدئ، چي د “أم درمان” په ښار کي د آحالیا په پوهنتون کي په لوړو زده کړو بوخت و .

د رویټر خبري آژانس د یوه خبر له مخي په فېس بوک کي د “ځوانان بدلون غواړي” په نوم یوه ډله شتون لري، چي شپاړلس زره غړي لري . نوموړي ډلي د له منځه تللي محصیل په اړه خواشينې ده او وايي : “محمد عبدالرحمن زموږ سر تېر سو .”

په سوډان کي د لاریونونو هدف د مصر او تونسیې د لاریونونو سره په پرتله عیني هدف ښکاري . د سوډان د حکومت مخالفي ډلي هم په خپل هیواد کي د سیاسي او ټولنیزي آزادی په ارمان دي .
همداراز راپورونه زیاتوي چي په سوډان کي لاریونونه د مصر او تونسیې د لاریونونو تقلید و، چي د تنظیمولو ځیني چاري یې د فېس بوک ټولنیزی ویبپاڼي له لاري هم ترسره سوي وې .

 

Copyright Larawbar 2007-2024