سومالیا : د حملو په ترڅ کي لږ تر لږه ۱۶ مړه او ۵۶ نور زخمیان سول

مختار احمد احسان | جنوري 31st, 2011


د صومال (سومالیا) په مرکز مقدیشو کي د پولیسو او فوځیانو ترمنځ په رامنځته سوو حملو کي لږ تر لږه ۱۶ تنه له منځه ولاړل او ۵۶ نور زخمیان سول .

ویل کیږي چي د پيښي قربانیان زیاتره عام وګړي دي، چي د بنادر په مارکېټ کي یې د کور لپاره شیان اخیستل .

راپورونه زیاتوي چي په مقدیشو کي حالت هغه مهال کړکېچن سو، کله چي یوه عسکر د بنادر روغتون ته څېرمه پر یوه پولیس ډزي وکړې او ویې واژه . ورپسې سمدستي د نورو پولیسو د رارسېدو سره سم د پولیسو او فوځیانو د ډلو ترمنځ شخړه رامنځته سوه، چي عام وګړو ته یې سخت ځاني زیان واړوئ .

ذکر سوې پېښه په سومالیا کي ددې هیواد د ۲۰ کلنی داخلي جګړې نښه ده . تراوسه پوري دغه هیواد په تکراري ډول سره د شخړو، حملو او ناامنیو سره مخ کیږي .

 

Copyright Larawbar 2007-2024