لېمه ټکور په حق ورسېده ( دجنازې او فاتحې اعلان )
افضل ټکور پلار،حاجی محمد افضل،حاجی شیر افضل او انجنیرمحمد نعیم ترونه.
حاجی سیال محمد شینواری نیکه،حاجی بازوان شینواری دنیکه ورور ،کمال شینواری، جمال شینواری،ایمل شینواری ، اجمل شینواری اوشمس الدین شینواری ماماګان.
غلام حسن شور، غلام محمد کامه وال، نظیف الله تکل ، سوله مل شینواری ، سپین تڼی، خوشحال انځور اوډاکتر طارق رشاد نیږدې دوستان.
دلیمې ټکوردمړینې له کبله دوستانوته خبرورکول کیږی چی جنازه یی دچارشبنې په ورځ دفبروري په دویمه نیټه په ۱۲ بجو دهنډن په هدیره کې خاورو ته سپارله کیږی.
دهدیرې پته:
Hendon cemetery:
Holders hill road
London NW7 1NB
دنارینه وو فاتحه دیکشبنې په ورځ دفبروري په ۶ مه نیټه په لندن کې دافغانانوپه جامع جومات کې له ۱۰ نیمونه تر۱۲ نیموپورې اخیستله کیږی اودښځینه ووفاتحه دښاغلی ټکور په کورکې پدې پته اخیستله کیږی.
96 Eangel Park
NW7 2HP
London
داړتیا په صورت کې په دغوشمیروتماس نیولی شی:
07737103881
07814405169
د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه د خپلو همکارانو په استازيتوب د فرهنګي شخصيت ښاغلي افضل ټکور د تنکی لور (لېمې) د مړيني له امله نوموړي او ددوی درنې کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندي کوي او په دې وير کي ځانونه شريک ګڼي . له لوی خدای جل جلاله څخه ارواښادی خورکۍ لېمې ته د هغو ټولو ستونزو او زحمتونو له امله چي د روغتيا په برخه کي ورسره مخامخ وه ، د ډېرو ډېرو اجرونو ورکولو لاس پورته کوو . لوی خدای دي يې د جنتونو سرداره کړي ، طبعي خبره ده چي د خپل مور ، پلار او کورنۍ د نور وغړو پر زړونو به يې بېلتون د ابدي داغ په توګه پاته وي . ټولي کورنۍ ته يې د مهربان خدای له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کوو . انا لله و انا الیه راجعون