کاپيسا: طالب قومندان نيول شوى دى

34 | فبروري 3rd, 2011


د کاپيسا ولايت چارواکي وايي د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوي يو قوماندان يې نيولی دی.
د کاپيسا امنيه قومندان وايي افغان او فرانسوي پوځيانو دغه عمليات د تګاب ولسوالۍ په بدراب سيمه کې ترسره کړي دي .
نوموړى زياتوي د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان مولوي احسان په دغو عملياتو کې تر ژوبلېدو وروسته نيول شوی او د نوموړي شپږ ملګري يې وژلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024