مصر: ٦٧٠ تنو ته مرګ ژوبله واووښته
په مصر کې دروانو تاوتريخوالو په ترڅ کې دپنجشنبې په ورځ شپږسوه اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
درپوټونو له مخې په مصر کې دپوليسو اولاريون کوونکو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځ ته شوه کله چې په زرګونه لاريون کوونکي يوځلې بيا دقاهرې په څلور لارې کې راټول شوي وه اودحسن مبارک څخه يې غوښتنه کوله چې واک پريږدي .
درسنيو له مخې دلاريون کوونکو اوپوليسو ترمنځ په نښته کې اوه تنه وژل شوي اوشپږ سوه تنه نورټپيان دي .
بخلوادحسن مبارک مرستيال له لاريون کونکو غوښتي ترڅو لاريونونه پريږدي اوکورونو ته ولاړشي.
درپوټونو له مخې دمصري پوځيانو اولاريون کوونکو ترمنځ د ډزو تباديله شوي چې په ترڅ کې له شپږ سوو زيات ټپيان شوي اواوه تنه ټپيان دي .
په همدي حال کې دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې ميرمن هيلري کلنټن له حسن مبارک غوښتنه کړي چې ژر ترژره دي ځان له دندې ګوښه کړي .
نوموړي زياته کړه که حسن مبارک له واک څخه ژر لري نه شي نو امريکا به دنوموړي هيواد له پوځ سره خپلې مرستې ودروي .
اخوا پاکستاني چارواکو په مصر کې ددغه هيواد ميشتو استوګنو دانتقال فيصله کړي او ويلي چې ډير ژربه دوه الوتکې مصر ته وليږي ترڅو له هغه ځاى ميشت پاکستاني وګړي پاکستان ته رانتقال کړي .