ترکيه: چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

34 | فبروري 5th, 2011


دترکيې په پلازمېنه انقره کې ددووپرلپسې چاودنوله امله دوه لس ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونه نورژوبل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې چاودنې په يوه موټر کې دځاى پرځاى شوي چاوديدونکوتوکو دچاودنې له امله رامنځ ته شوي خو عيني شاهدان بياوايي چې دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه وو.
دپېښې ټپيان دسيمې نږدي روغتون ته ليږدول شوي،چې ديوشمېرټپيانوروغتيايي حالات دانديښنې وړښودل شوى.
امنيتي چارواکي دپېښې پړه ددولت پرضدپه وسله والوډلو وراچوي خوتردې مهاله کومې وسله والې ډلې ددغې پېښې مسئوليت په غاړه نه دى اخېستى.

Copyright Larawbar 2007-2024