سریلانکا : د بارانو له کبله ۵ تنه مړه او یو میلیون بې ځایه سول
تازه راپورونه لیکي چي په سریلانکا کښي د شدیدو بارانونو له کبله ۵ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ، ۵ تنه زخمیان سوي او پنځه نور لادرکه سوي دي .
خبرونه زیاتوي چي د سریلانکا په شمالي او ختيځي ولایتونو کي شاوخوا یو میلیون تنه بې ځایه سوي او تقریبا زر کورونه وران سوي دي . ټول بې ځایه سوي وګړي په ۵۰۵ بیلابیلو موقتي مرکزونو کي ځای پر ځای سوي دي .
د سریلانکا د فوځي کوماندان “ماج. جېن. بونيفېس پېرېرا” په وینا په شمال کي د “آنوراذابورا” او “بولوناروا” نومي سیمو ته ترټولو زیات زیان اوښتئ دئ .