pk: طالبانو پر حکومت باندې د عملياتو پېل کولو اعلان کړئ
د پاکستان طالبانو پر حکومت باندې د لوظنامې څخه اوښتلو تور لګولو سره يو ځل بيا د حکومت پر ضد عمليات پيل کولو اعلان کړى دى ، د طالبانو وياند مولوي عمر بى بى سى ته وئيلي دي چې له تېرو څو ورځو د پاکستان حکومت په دره آدم خيل سوات او باجوړ کښې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړى دى چې تر اتلسم فبروري دمخه شوې لوظنامې څخه سر غړونه ده ، د طالبانو وياند زياته کړې ده چې د تحريک طالبان پاکستان مشرانو چې طالبان نور کولې شي چې د پوځ پر ضد عمليات پيل کړى خو په دغه عمليات به پر کمه سطح وي ، مونږ د لوظنامې تر مخه اوس هم بشپړه عمليات نه پيل کوو خو چې په کومو سيمو کښې پوځ د طالبانو پر ضد عمليات کوي هلته به طالبان د پوځ د عملياتو ځواب ورکوي.