کور / تازه خبرونه / باجوړ: ځانمرګي ۲ تنه وژلي او ۲۰ ټپيان کړي دي

باجوړ: ځانمرګي ۲ تنه وژلي او ۲۰ ټپيان کړي دي

د باجوړ ليويز په کاروان باندې د ځانمرګى بريد له امله په خپله ځانمرګى او د ليويز د اهلکار په شمول دوه تنه مړۀ او شل تنه ټپيان شوى دى، د ځانمرګى بريد کوونکى سر تر لاسه او په اړه يې څېړنې پيل شوى دى ، د باجوړ ايجنسى مرستيال پوليټيکل ايجنټ اقبال خټک د پېښې په اړوند ويلي دي چې د باجوړ ليويز په دوو موټرو بار کاروان چې له خار څخه د تور منډى امنيتي پوستې ته روان ؤ ، چې د حاجى لونګ په سيمه کښې ورسره د يوه کيڼ لورى څخه د ځانمرګى بريد کوونکى موټر د ليويز له کاروان سره ټکر کړ ، چې د چاودنې په پېښه کښې په خپله ځانمرګى بريد کوونکى او د ليويز سرتېري مړه شول ، چاودنې ته نژدى يو موټر هم زيانمن شو ، د پېښې ټپيان د باجوړ ايجنسى دولتي روغتون ته ولېږدول شول ، او په روغتون کښې بيړنى حالت اعلام شو ، د باجوړ ليويز د صوبيدار روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى او نوموړى يې پېښور ته استولى دى. د باجوړ ايجنسى  مرستيال پوليټيکل ايجنټ اقبال خټک وويل چې د پېښې له ځايه څخه د ځانمرګى سر تر لاسه شوى چى په ارتباط يې څيړنې پيل شوى دى.