نړيوال اسلامي تنظيم اسراييلي بريدونه په کلکه غندلي
نړيوال اسلامي تنظيم ( او آئى سي ) د غزې په تراړه کښې اسراييلي بريدونه په کلکه غندلي دي او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل او نړيوالې ټولنې څخه يې د اسراييل او فلسطين تر منځ ددغې لانجمنې شخړې په هوارولو کښې د کردار ادا کولو غوښتنه کړې ده ، د راپورونو تر مخه د اسلامي تنظيم لخوا په خپر شوي بيان کښې د اسراييلي بريدونه په کلکه غندنه شوې ده او زر تر زره ددغو بريدونو د درولو غوښتنه شوې ده ، د يادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو څخه اسراييل د غزې پر تراړه هوايي بريدونه پيل کړى دى او ګڼ شمېر فلسطينيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.