د پوهنې وزارت د ښوونځيو سوځول وغندل

34 | فبروري 8th, 2011


دپوهني وزارت دوسله والو طالبانو له لوري دښوونځيو سوزول په کلکه وغندل .
دنوموړي وزارت لخوا په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي دښوونځيوسوزول او ويجاړول دپوهنې ضد اودناپوهه کسانوکار دى چې نه غواړي دهيواد بچيان دتوحيدپيژندنې په اسلامي اوملي چوکاټ کې له اوسنۍ ټکنالوژۍ څخه کټه پورته کړي .
دپوهني وزارت په خپربانه کې له ولايتي شوراګانو قومي مشرانو،امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کړي چې دښوونځيو دبيا پرانستو په برخه کې له دوي سره مرسته ورکړي .
دا په داسې حال کې ده چې دري ورځې وړاندې ناپيژندل شويو وسله والو طالبانو په هلمندولايت کې يو ښوونځى وسوزه .

Copyright Larawbar 2007-2024