اندونیزیا : څوک چي د اسلام سپکاوی کوي باید ووژل سي

مختار احمد احسان | فبروري 8th, 2011


تازه راپورونه لیکي چي د اندونیزیا د “جاوا” نومي ښار کښي تر زرو زیاتو مسلمانانو د لاریون په ترڅ کښي دوو کلیساوو ته اور ورته کړئ او د محکمې پر تعمیر یې د حملې کوښښ کړئ دئ .
ویل کیږي، چي د پولیسو لخوا د لاریون کوونکو په منځ کي د چوپتیا د رامنځته کولو په خاطر په تکراري ډول سره اخطاري ډزي وسوې .

لاریون په داسي حال کښي رامنځته کیږي، چي په اندونیزیا کښي محکمې یوه عیسوي ته د پنځه کالو د زندان سزا ورکړه . راپورونه لیکي چي لاریون کوونکي د محکمې ددې فیصلې سره موافق نه دي .
د لاریون کوونکو په وینا عیسوي ته باید د مرګ سزا ورکړل سي، ځکه هغه د اسلام د سپکاوي کولو په نیت رسالې توزیح کولې او د یوه داسي غلط کار کولو لپاره باید هرچاته سخته سزا ورکړل سي .

ذکر سوې پېښه په داسي حال کښي رامنځته کیږي، چي دوې ورځي مخکي د جاوا نومي ښار په لوېدیځ کي ځینو کلیوالو مسلمانانو د احمدیه اسلامي ډلي درې غړي ووژل .

د اندونېزيا جمهوريت په سوېلي اسيا کښي موقعیت لري . نوموړی هیواد ۱۷۵۰۷۸ جزیرې لري او نفوس یې شاوخوا ۲۳۸ میلیونو تنو ته رسیږي . اندونیزیا د خپل نفوس له برکته د نړۍ څلورم هیواد دئ . همداډول د تأیید سوو راپورونو له مخي اندونیزیا د نړۍ تر ټولو لوی مسلمان مېشته هیواد بللائ سو .

 

Copyright Larawbar 2007-2024