د دایمی امریکایی اډو په هکله د طالبانو غبرګون

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 9th, 2011


طالبانو په خپله هغه اعلامیه کی چی رسنیو ته یې لېږلې او په افغانستان کی د امریکا د دایمی اډو جوړولو په هکله ده ، ویلی چی افغانستان د امریکا لخوا اشغال سوی دی نو ځکه دا ډول تړونونه او موافقې هیڅ قانونی حیثیت نه لری او د هغو شتون د افغانانو د اسلامی او ملی ګټو سره مغایرت لری او هیڅ د منلو وړ نه دي .
اعلامیه وایی چی د امریکایی اډو په شتون سره به امریکا زموږ خپلواکي د تل لپاره سلب کړی ، زموږ پر طبیعی زیرمو به خېټه واچوی ، له دې ځایه به د ګاونډو هېوادو د نظامونو په بدلولو کی کار اخلی او هغه به زموږ هېواد د امریکا د شازشونو په اډه سره واړوی .
اعلامیه زیاتوی چی امریکا د همدې کرغېړن هدف د تأمین لپاره خپل وابسته عناصر په اصطلاح د ټاکنو په آزاد کمیسیون کی د مشرانو غړو په حیث ځای پر ځای کړل تر څو د امریکا ایجنټان رامخته کړی او د دایمی اډو شتون او دېته ورته کړني پرې منظور کړی .
اعلامیه په پای کی وایی چی موږ به په کلکه د دغسی کړنو سره مقاومات کوو او څنګه چی دا کار د سیمی د هېوادو پر ضد هم دی نو هغوی هم باید د دې کار پر خلاف یو بل ته لاس ورکړی او موږ به د افغانستان تر بشپړ خپلواکۍ پوری خپلی برحقه مبارزې ته دوام ورکوو تر څو د پردیو دغه آرمان خاوری سی .

Copyright Larawbar 2007-2024