پر افغانستان هوایی حملې دوه چنده زیاتی سوي دي
امریکایی خپرونه ( وایرډ ) د امریکایی پوځی منابعو په حواله راپور ورکوی چی پر افغانستان د ناټو ( اصلأ امریکا ) هوایی حملې د تیر کال په مقایسه دوه چنده زیاتی سوي دي . د روان کال د جنورۍ په ۲۹ ورځو کی ۲۸۴ یرغلیز پروازونه سوي دي ( یعنی مشین ګنونه یې چلولی ، راکټونه یې را خطا کړی او بمونه یې را غورځولي دي ) حال دا چی د تیر کال په جنورۍ کی یې ۱۵۷ دغسی یرغلیزه الوتنی کړي وې .
راپور وایی چی د جنرل ډیویډ پترس په ټاکنه او راتلنه سره په تیرو شپږو میاشتو کی ۳۶۲۰ دغسی یرغلیز پروازونه سوي دي حال دا چی د ده څخه د مخکنی قوماندان ( جنرل سټنلی مک کریسټل ) په همدومره موده کی ۱۸۱۳ دغسی پروازونه سوي وو .
راپور زیاتوی چی جنرل پترس د شپې لخوا چاپې ، ځمکني پوځی عملیات ( خصوصأ په هلمند او کندهار کی ) هم خورا ډیر کړي دي .
راپور زیاتوی چی د ده پر مهال اکمالاتی او ترانسپورټی الوتنی هم زیاتی سوي دي او په هره اوونۍ کی ۴۰۰۰ ټنه مواد او ۲۲۰۰۰ پرسونل انتقالوی ، ټانکونه یې څه باندی یو ملیون ټنه د سونګ مواد مصرفوی ، او جاسوسی او څارګری الوتکی یې هم ۵۰۰ تعقیبی الوتنی کوی .
راپور زیاتوی چی په راتلونکی دوبی کی به دا فعالیتونه نور هم زیات سی ځکه چی طالبان به د ژمنی استراحت څخه راستنیږی او خپلی حملې به د تل غوندی سختی او زیاتوی .