د ظرفيتونو کموالي د دوسيو په څېړلو کې ستونزي پيدا کړي
دعدلي وزارت چارواکي وايي چې په عدلي نظام کې دعدلي او قضايي تشکيلاتواو همدارازپه سيميزو ادارو کې دعلمي او تخصصي ظرفيتونوکموالي دزندانونوددوسيوپه څېړلوکې ستونزې راولاړې کړي دي.
دعدلي وزيروايي چې دغه وزارت هڅه کوي څو يادې ستونزې پاى ته ورسوي.
نوموړي له مرستندويه ادارو غوښتي څو دزندانونودوضعت دښه کولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
بلخوادزندانونوريئس په افغانستان کې دبنديانوله زياتوالي خبروکوي او وايي چې دهيوادپه بېلابېلوولايتونوکې دمګړۍ قابونولس زره تنه نارينه اوښځينه په زندانونواو په توقيف ځايونوکې بنديان دي.