په الجزاير او يمن كې لاريونونه شوي

رحمت الله تنها اندړ | فبروري 13th, 2011


د ګارډينز ورځپاڼي په حواله د شنبې په ورځ د الجزاير پوليسو هغه څه باندې ۲۰۰۰ لاريون كونكي په شا وتمبول چې غوښتل يې د هيواد په پلازمينه د الجزاير ښار كې د ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه د دوولس كلنې واكمنۍ پر ضد لاريون وكړي.
د الجزاير پوليسو له هغه وروسته د ښار واټونو امنيت ته كلكه پاملرنه وكړه چې د مبارك ديرش كلنه واكداري را نسكوره شوه. د مبارك له نسكوريدو څخه مخكي د چارو پوهان په دې آند ول چې په عربي نړۍ كې د لاريونونو دريم لوى هدف به د بوتفليقه حكومت وي ، دا ځكه چې د الجزاير هيواد وګړي هم د واكدارانو له وضع شويو قوانينو او ملي شتمنيو ته د نه لاس رسي نه كړيږي او د ځوان نسل په بې روزګارۍ او د خواراكي توكو د بيو په لوړوالي كې له مصر او تونس هيوادونو سره كټ مټ ورته والى لري.
همدارنګه له الجزاير څخه ۳۰۰۰ ميله لرې د يمن په پلازمينه صنعا كې هم شا او خوا ۵۰۰۰ لاريون كونكي چې ډيرى يې ځوانان ول د لاريونونو په تر سره كولو سره د ولسمشر على عبدالله صالح له واكه لري كيدل وغوښتل، كه څه هم د يمن پوليسو له څلورو اونيو راهيسي لاريونونو ته اجازه وركړې خو له بلې خوا ولسمشر صالح ويلي چې دى به تر ۲۰۱۳ كال پورې چې د ده د ولسمشرۍ دورې پاى دى واك ونه سپاري.
په دې ترڅ كې د اردن پاچا شاه عبدالله وار دمخه د احتمالي لاريونونو د مينځ ته راتګ له ويرې تيره اونۍ د دولت له مخالفو ډلو سره د واك د شريكولو او د اقتصادي اصلاحاتو د راوستلو ژمنه وكړه.
د سوريې هيواد هم ځيني ګامونه اخستي ، چې په دې لړ كې د ولسمشر بشار الاسد له خوا د لږ عايد لرونكو سوريي وګړو ته د سونګ توكو په رانيولي كې ۴۰۰ مليونه ډالرو سبسايډي وركول ، د فيسبوك، ټويټر، ماى سپيس او يوټيوب ويبپاڼو بيا فعاليت ته اجازه وركول د پام وړ ټكي ګڼل كيږي.
د مصر انقلاب عراقي چارواكي هم را ويښ كړي دي. لمړي وزير نور المالكى وار د مخه ويلي دي چې دى به د دريم ځل لپاره د لمړي وزارت ځوكى ته ځان و نه نوموي.همدارنګه مالكى د بغداد ښار د بريښنا د ستونزو د كمولو لپاره د دريو ميګا جنراتورونو د اخيستلو امر وركړى.
داسي بريښي چې لمړى په تونس او بيا په مصر كې د لاريونونو په مټ سوليزو انقلابونو د ټولې عربي نړۍ واكداران په تيره بيا هغه عربي هيوادونه چې په كې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ كچه زياته ده را ويښ كړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024