د روغتيا وزارت: د سرطان ناروغۍ ډېرې شوي
دعامې روغتياوزرات په هيوادکې دسرطان ناروغيوله ډيروالي خبرورکوي.
ددغه وزرات مرستياله وايي چې ددغې ناورغۍ درامنځته کېدولامل دچاپيريال ککړتيا،دالکولي څښاکوڅخه استفاده او دفزيکي حرکتونو،نه کول دي.
دغه وزرات وايي چې دوي ددغې ناورغۍ دمخنيوي لپاره جدي هڅې پيل کړي دي،اوډيرژربه يي دلوړوالي کچه په چټکئ سره راکمه کړي.
دفبرورۍ دولسمه نېټه دسرطان پروړاندې دمباريزې نړيواله ورځ ده.
ديادونې وړده چې په دوزره اووم ميلادي کال کې دنړيوال روغتيايي سازمان دسروې له مخې هرکال له ټوله نړۍ کې اوه اعشاريه شپږمليونه کسان دسرطان ناروغۍ له امله خپل ژوندله لاسه ورکوي.
دسرطان ناروغي يواځې په انسانانوکې نه ليدل کيږي بلکې څاروي او نباتات هم ورسره لاس اوګريوان دي.