د افغانستان څخه د سور پوځ د وتلو په اړه د طالبانو اعلامیه

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 14th, 2011


طالبانو د افغانستان څخه د سور پوځ د په شا تګ د ۲۲می کالیزی په مناسبت اعلامیه خپره کړې او هغه یې رسنیو ته لیږلې ده . په اعلامیه کی راغلي چی شوروی اتحاد نه یوازی دا چی دلته ماتې وخوړه بلکی د افغان جهاد له برکته د هغه نوم او سره امپراتوری یې د نړۍ له مخه ورکه او کمونیسټی مفکوره د ملنډو وړ وګرځېده .
اعلامیه وایی چی یرغلګر شورویان هم د نننیو تیری کونکو امریکایانو غوندی د خپل پوځی غرور په څپو کی مست او افغانستان یې د هند سمندر ته د رسېدو په نیت اشغال کړ . خو مخکی تر دې چی هغوی د هند سمندر ته ورسیږی د افغان مجاهد ولس د وینو او قربانیو په سمندر کی ډوب سول . اعلامیه زیاتوی چی یرغلګرو شورویانو د نننیو امریکایانو په څیر د افغانستان په لاندی کولو سره د ټولی سیمی د تسخیر خوبونه لیدل خو د لوی خدای د نصرت او د افغانانو د جهاد او قربانیو له برکته حتی د منځنۍ آسیا ټول محکوم جمهوریتونه یې له ولکې ووتل ، په ختیځه اروپا کی یې واکمني ختمه او د وارسا پکت یې دړی وړی سو .
اعلامیه لیکی چی شورویانو خو ۲۲ کاله مخکی خپل مات او ګوډ پوځیان په ډیره شرمندګۍ سره له افغانستانه وایستل خو هماغه افغانستان نن د یوې بلی مغروری امپراتورۍ لخوا نیول سوی او مقابله ورسره کیږی او پوځی زور ازموینه یې بې نتیجې ، مورال یې بایللی ، په لسګونو زره پوځیان یې مړه او ژوبل سوي ، اقتصادی لګښتونو یې ملا ور ماته کړې او په ټول افغانستان کی د کلک مقاومت سره مخامخ دي .
اعلامیه په پای کی وایی چی امریکایانو هم د منځنۍ آسیا او په مجموع کی د ټولی سیمی د تسخیر سوچونه وهل خو نن خبره د امریکایی امپراتورۍ د نړېدو حالت ته رسېدلې ده او هغوی به هم د شورویانو په برخلیک مبتلا کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024