کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا مونږ نوی افغانستان جوړوو؟

آیا مونږ نوی افغانستان جوړوو؟

آیا مونږ نوی افغانستان جوړوو؟
د امنیت په اړه چې په دې وروستیو ورځو کښې په میونیخ کښې کومه  غونډه جوړه شوې وه ، دهغې غونډې په ترڅ کښې د امریکې د باندنیو چارو وزیرې هیلاري کلنتن دا هیله  ښکاره چې   په تونس او مصر کښې به ورستیو پیښو د عربي او  اسلامي هیوادونو نظامونه  له درانه خوبه راویښ کړي وي. د هیلاري کلنتون دا خبره دا مانا ورکوي چې په نورو عربي او اسلامي هیوادو کښې چې دیموکراسي وجود نه لري او چیرته چې یو حزبي مستبد نظامونه په قدرت کښې دي هلته به هم د مصر او تونس په شان خلک راپاڅیږي او استبدادي حکو متونه به له پښو غورځوي. 
داسې ښکاري چې په مصر او تونس کښې د حکومتونوپه  نسکورولو کښې امریکې غیر مستقیم لاس درلودلی وي . د اوباما ادارې د جورج بش په څیر له پوځۍ طاقت څخه  څنګه چې یې په عراق کې کار واخست هغسې  کار وانه خست ،. د اوباما ادراې  د مصر د خلکو له احساساتو څخه کارواخست او د نظام د نسکورولو لپاره یې یوه ښه حربه استعمال کړه.
زه فکر کوم چې امریکه په عربي او اسلامي هیوادو کښې دومره قوي  استخباراتي نفوذ پیداکړی دی چې په دې هیوداو کښې هر شان  سیاسی او استخباراتي لوبه لوبولای شي.
د مصر او تونس د خلکو د پاره ددې دواړو هیوادو د دیکتاتورو رئیسانو له منځه تلل یو ښه فال ګڼل کیږي. د مصر او تونس خلک له ډول ډول اقتصادي او اجتماعي ستونزو سره مخامخ وو ، دا خلک له ډیرو ستنونزو له لاسه پوزې ته راغلي وو او د نظام د له منځه وړلو دپاره یې یو بهانه غوښتله.  اوس  ټولو ته دا خبره ثابته شوه چې د تونس او مصر نظامونه د خلکو د خوښې نظامونه نه وو بلکې د زور او زیاتي نظامونه وو چې د قوی استخباراتو له خوا اداره کیدل. هیله ده چې د مصر او تونس نوې زعامت به وکولای شي د ولس له غوښتنو سره سم عمل وکړي او د ولس د خدمت لپاره ملا وتړي .
د نوي افغانستان جوړیدل هم د وخت او عصر تقاضا او ضرورت دی . داسې افغانستان چې له هر څه لومړی پکې قانون حاکمیت ولري ، قانون عملي شی او قانون مراعات شي.   د وخت بل  مهم ضرورت او غوښتنه ټولنیز عدالت دی چې باید او شاید بر قرار شي . زمونږ هیوادوال له ډول ډول ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي ، ددې ستونزو د حل دپاره فکر پکار دی او داسې یوه ستراتیژي ضرور ده چې د هغې په اساس په ټولنه کښې ټول وکړي د انصاف او عدالت له فیض څخه برخوردار شی . دا په دولت پورې اړه لري چې څنګه کولای شي د ټولنیزو چارو د سمون په موخه نوي ابتکارت  تر لاس لاندې ونیسي او خلکو ته د خدمت لارې هوارې کړي.
همدا شان افغانستان یوې ارزښتناکې او منلې سیاسي ستراتییژۍ ته  سخته اړتیا لري  چې وکولای شي د هغې په اساس په هیواد کې اقتصادي او سیاسي بدلولونه راولي او د چارو د ښه والي او پرمختک د پاره نوې لارې چارې ولټوي.
افغانستان په اوسنیو حالاتو کښې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی ، امنیتي ستونزې شته ، سیاسي او اقتصادي ستونزې شته ، ټولنیزې ستونزې شته ، ددې ټولو ستونزو د حل لپاره کار ، فعالیت  او ښه فکر پکار دی .
نن چې د مصر او تونس په  هیوادونو کښې کوم نوي تحولات او تغیرات منځ ته شوي دا لړۍ  به هرومرو دوام کوي ، ددې تحولاتو لمن الجزایر او یمن ته غزیدلې ده او دا به نوره هم پراخیږي .
زمونږ دولت ته هم ښايي چې د فیل په غوږونو کښې ویده پاتې نه شي .
رشتین بابا شپیته کاله د مخه ویلي دي :
څو به لا ویده یو د هاتیانو په غوږونو کښې
هیڅ به نه ویښیږو په دا هسې رنک شورونو کې
څو پیړۍ د مخه له موږ تللي کاروانونه دي
ډک پرې پړاوونه دي
موږه لا پراته یو په کټونو پالنګونو کې
خان لا لا مو غرق دی تر غرمې په خوبونو کې
 وخت د بیدارۍ دی ، وخت د کار او فعالیت دی . وخت ددې دی چې ولس ته خدمت وشي ، وخت ددې دی چې د ولس اړتیاوې ، د ولس غوښتنې او ضرورتونه په نظر کې ونیول شي.
د ولس دردونو ته دوا په کار ده ، د ولس زخمونو ته ملهم په کار دي.
مونږ ټولو ته ښايي چې له ځانه وپوښتو چې آیا مونږ آفغانستان جوړوو ؟
یو شاعر څه ښه ویلي دي.
څومره توپير دی په انسان کې د معنی په لحاظ
واړه لګیا دي ځيني ځان ځيني جهان جوړوي
خدای دی د هیواد هر فرد ته  توان او توفیق ورکړي ، خدای پاک دې هر یو ته   د زړه  او فکر قوت  ورکړي چې خپل  ګران افغانستان جوړ او آباد کړي.