د لاريونونو لړۍ ليبيا ته هم وغځيده

رحمت الله تنها اندړ | فبروري 16th, 2011


دلاريونونو هغه لړۍ چې په عربي هيوادونو او ايران كې را پيل شوې ده اوس ليبا ته رسيدلي. تيره شپه د ليبيا په دوهم لوى ښار بن غازي كې په شا او خوا ۲۰۰۰ تنه د دولتي ودانيو مخي ته راووتل او د بشر دحقوقو د فعالينو د خوشي كولو غوښتنه يې وكړي. لاريون كونكي د شجرې واټ په لور وخوځيدل چې هلته پوليسو پرې اوښكي بهونكى ګاز وكاراوه. ويل كيږي چې لاريون كونكي په ليبا كې د ابو سليم په جيل كې د سياسي بنديانو خپلوان دي. دغه جيل په ۱۹۹۶ زيږديز كال كي تر ۱۰۰۰ زياتو بنديانو په ټول وژنه باندې بدنامه دى.
لاريون كونكو د پنجشنبې لپاره په ولس د سترو لاريونونو غږ كړى. كه څه هم دغه لاريونونه تر ځانګړي شعار لاندې ترسره شوي خو داسي بريښي چې اصلي موخه يې د ولسمشر معمرالقذافي څلويښت كلني واكنۍ ته د پاى ټكى ښوول دي. له بلې خوا په ايران او په بحرين كې لا اوس هم لاريونونه اوس هم روان دي.


د يادوني وړ ده چې ولسمشر معمر القذافي په  ۱۹۶۹زيږديز كال كې په سوليزه توګه بې له ويني تويولو د ليبيا واك تر لاسه كړ. قذافي چې يو پوځي دى په لويدځه نړۍ كې ديو خيالپرسته ولسمشر په توګه پيژندل كيږي، هغه د دې لپاره كله چې دى هيواد نه بهر ته سفر كوي نو خپله كيږدى او اوښان له ځانه سره بيايي او تل په بهر كې د اوښ شيدې خوري. ده په ۲۰۰۹ كال كې د ملګرو ملتونو په كلنۍ غونډه كې د ملګرو ملتونو قانون پاڼې څيري كړلې او هغه يې د امريكا جوړ شوى قانون وباله. همداراز ولسمشر قذافي د لويديځوالو له خوا د تروريزم په حمايت او په افريقا باندې د تيلو د پلورلو له امله د نفوذ په لټون تورن دى. 

«

Copyright Larawbar 2007-2024