کور / شعر / غزل

غزل

هغه بې وسه دی، اختیار نه لري
پاچا زمونږه اقتدار نه لري

هغه اشخاص رامخته شوی دی نن
چې هیڅ شعور او هیڅ افکار نه لري

نن که د واک واګې په لاس کې لري
په حقیقت کې اغتبار نه لري

نن په قدرت د دغو مه نازیږه
ګوره ! وفا دغه کفار نه لري

نن یې ولی حق تر پښو لاندې شوې؟
ولی پښتون په څه کې شمار نه لري؟

یواځې یو انسان یې زړه کې اوسې
((احساس)) له بل چا سره کار نه لري