افغان ملي سراسري غورځنګ ته اړتيا

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2011


بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی او بښوونکي خداې په نامه


درنو هېوادوالو :
هر څوک د یوې مؤخې لپاره زیار باسي او هڅې کوي او په هر ډول چې وي ځان ور ورسوي، نو همدې اصل ته په کتلو سره وئيلای شو چې ژوند په حقيقت کې همدغه حرکت او جدیت دی چې د یوې مؤخې او مقصد لپاره وي ، او د نړۍ ټولې خوښۍ په حقيقت کې هغه مرغلرې دي چې د مقصد په لمن کې موندل کېږي. دا ځکه چې انساني ژوندون د خپلو مؤخو د لاس ته راوړلو یوه وسيله ده .
د یادونې وړ ده چې  لوړ او عالي مقاصد ډېرۍ وګړي د ځان لپاره نشي ټاکلۍ ، دا ځکه چې هر څوک د خپلې پوهې په اندازه او د خپل  چاپېریال ته په پاملرنې سره يؤ شۍ خوښوي او ټاکي . نو په هره اندازه چې د یوې
ټولنې او د هغې د وګړو د لید او کتنی محور پراخ او زیات شی په هغه اندازه یې مؤخې او مقاصد عالي ، ښې او لوړې کېږي .
نو که مونږ افغان ملت د انفرادي ژوندانه له داېئرې څخه وه وځو او د اجتماعي ېا وګړنيز ژوندانه د مؤخو او مقاصدو په چارو اخته شو او هلې ځلې وکړو ، هله به وي چې زمونږ مؤخې او مقاصد عالي، لوړې او اوچتې وګڼل شي، او هله به په ډېره مينه او لېوالتیا سره د یوه ښه ،‌لوړ او عالي مقصد په لور وخوځېږو او پدې لاره به د هېڅ ډول ستړیا او ستومانتیا احساس ونکړو او هېڅوک او هیڅډول تکلیف به مو مخه ونشي نیولۍ.
نو که هر څوک د خپل د ژوند د نن او صبا د بقأ او لا ښه توب لپاره حرکت وکړي او له وخت نه پوره ګټه پورته کړي ، راتلونکۍ به یې روښانه او ځلانده وي ، دا ځکه چې انساني ژوند د یوه څپانده سيند په ډول په نه درېدونکي توګه په خوزښت او حرکت دی ، چې هر څوک ورځېنې د خپل د مقصد او مؤخو په بنسټ ګټه پورته کوي . په بل عبارت څوک ددې څپانده سيند څخه ښائسته او قېمتي مرغلرې راباسي ، څوک پکې کبان نېسي او څوک پکې یواځې اوبه څښي. نو د دې لپاره چې د زمانې له دې دریابه مو په پرلپسې او دائېمې او تل پاتې ډول  د قېمتي مرغلرو ،کبانو او اوبو څښلو څخه ګټه پورته کړې وي ، راځۍ چې ځان ځاني پرېږدو او د ټولنېزو ګټو په موخه د یو هر اړخیځه ،پراخ بنسټه او تل پاتې بنسټ او تګ لوري ډبره او اساس جوړ او عملي کړو ، تر څو خپل لوې خداې ،هېواد ، ظمیر ، وجدان او راتلونکې نسلونو په وړاندې مو خپله دنده او مسؤلیت سر ته رسولې وي


      چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي       چا وېېلې په دریاب کې ګوهر نشته


 مونږ باېدلمړۍ د خپل هېواد او خلکو د راتلوونکې او ژوندانه د ښه کولو د خپلواکۍ او ولسواکۍ د راوستلو لپاره لمړۍ د خپل ملت ملي احساس ، ملي شعور په روزنه او پالنه کې ډېر زیار وباسو دا ځکه چې خپلواکي او ازادي د ملت قوي جذبې او احساس ته اړتېا لري.  که دا ډول فکر او خیال د وګړو په مغزو کې ځای ونېسي او یقین پېدا کړي چې په جدو جهد او کوښښ باندې هر راز مطلب په لاس راځي پدې شرط چې خپل افکار له چارپېریال سره تدبیق کړي او د عمومي ارادې او ګډ مفاد لپاره کار او هڅې وکړي، نو د ژوندانه په ټولو چارو کې به هرومرو بریالي وي.
تاسې ته څرګنده ده چې زمونږ کړېدلۍ ملت د سوئېل له خوا د افراط او د شمال له خوا د تفريط له ګواښونو سره مخ دی . له بده مرغه يو شمېر ناخبره کسان د پردېئو ایدیالوژېو او مرستو په خپلولو سره د ملت د خوښې او ګټو پر خلاف خپل سرانه عمل کوي ، په خلکو کې افراط او تفريط خپروي او په مافېاېی او باندېتي هڅو سره ځانونه ته مؤقف جوړوي او په ډېره اسانۍ سره بې بندوباره کسان په ځان راټولوي او ځانته ډلګۍ جوړوي او پر ولس بې قانونه او نا مشروع واکمني چلوي چې زما په آند داسې کسانو  سره دا لاملونه مرستې کوي .


۱ – د افغان د سیاسي سراسري مشرولۍ نه شتون ، او د دې لپاره د هر اړخیزو هڅو او امکاناتو کمزورتېا.


۲ –   دافغانانو تر مېنځ د همغږۍ نه شتون او په ځان ځانۍ سره عمل کول او د تبليغاتو کمزورتیا.


۳- د بیلابېلو بدنامو ډلو له خوا په ټولنه او خلکو کې د افغانانو د عقیدتي او سیاسي مؤقف او خوزښت په وړاندې د باور او اعتماد کمزورتېا هڅې.


که دا ټولو ته  په ژورتیا اوزيرتیا سره وکتل شي نو د یوه ملي مشرتابه د نشتې له کبله زمونږ د خلکو د فعلي مؤقف څخه هر کورنۍ او بهرنۍ دښمن ګټه پورته کوي او په خپله خوښه معاملې کوي.
درنو هېوادوالو:
پوره ېؤدېرش کاله شول چې د یووالې رباب او سرېنده غږوو نو راځۍ چې يؤ ځای شو په خبرو او تبصرو بسنه ونکړو او د عمل ډګر ته ودانګو او ، همدلته ده چې دا پوښتنه پېدا کېږي چې چاته ورشو ، د ژغورنې ځای چېرته دې،او د کوم ترېبیون یا ځای څخه خپل غږ پورته کړو. زه وایم چې هغه ځاې همدلته دی چېرې چې ژوند کوۍ هلته دې په همدې افغانستان او افغان قوم کې دی .باید ټول سره لاسونه ورکړو ،چوپتیا نوره ماته کړو او د ځان او ولس دژغورلو او په هېواد کې د یو مثبت سیاست اوتګلوري د رامنځ ته کولو لپاره نوی بنسټ کېږدو.


۱- سیاست ته مخه کړو د ځان واک په  خپله واخلو.


۲- د يوه افغاني سیاسي سراسري ملي غورځنګ بنسټ او کړنلاره جوړه کړو.


۳- په خپل هېواد او ټولنه کې درغنده بدلون ټکل او اراده وکړو.


۴- ځانته د خپل له مېنځه مشران غوره او وټاکو، هغه مشران چې د هېواد او خلکو په وړاندې ځوابګوی وي او د مسؤلېت احساس وکړي .


۵-د یوه منظم سیاسي او ټولنيز سیستم د بنسټ ډبره کېږدو.


خپل علمي سیاسي ځاني یا شخصي ، اجتماعي او فرهنګي مؤقف ته په کتلو سره دې ملي تارېخي مسؤلیت  او رسالت ته ځانونه  جوګه کړۍ


دا زمونږ قانوني، حقوقي او بشري حق او ملي ،افغاني او اسلامي دنده او فريضه ده.



  دا د وطن  او مور  ناره  ده  ورونو  – دا په پښتون ،تاجېک، ازبک او هزاره ده ورونو
راځۍ چې لاس ورکړو ېؤ موټۍ شو ټول – زمونږ  بېچاره أو  دا چاره  ده  ورونو


   تل د وي افغانستان          ژوندۍ او سر لوړۍ د وي لر او بر افغان ملت


و من الله توفیق

Copyright Larawbar 2007-2024