کور / هستوي فزيک / ساينس:د ليزر وړانګو جذبونكى جوړ شو

ساينس:د ليزر وړانګو جذبونكى جوړ شو

د امريكا د يال پوهنتون پروفيسور دوګلاس سټون يوې داسې آلې ته وده وركړې چې د ليزر وړانګې به له مينځه وړي. دغه آله چې د انتي ليزر په نامه نومول شوي ده د دې وړتيا لرې چې ورته را رسيدلي ټولي ليزر وړانګې جذب كړي. كه څه هم پروفيسور سټون دا وويل چې دا آله به د اوس لپاره د ځواكمنو لايزر وړانګو د جذب توان ونه لري خو په راتلونكي كې دا تمه شته چې كيداى شي ځواكمني وړانګې هم جذب كړي.
د يادوني وړ ده چې د ليزر وړانګې نن په نړۍ كې په پراخه پيمانه كاريږي ، خو داسي بريښي چې دا آله د ليزري وسلو د حنثى كوولو او د ليزر وړانګو په واسطه د پڼدو سطحو د پرې كولو د مخنيوي په موخه جوړه شويده.