امریکایی محکمه د محمود کرزي څخه تحقیقات کوی

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 17th, 2011


امریکایی خپرونه ( وال سټریټ ژورنال ) راپور ورکوی چی د نیویارک عالی محکمه غواړی چی د حامد کرزي د ورور محمود کرزي پر خلاف د فساد او غبن مربوط ادعاګانو په هکله د هغه څخه تحقیقات وکړي . په دغو ادعاګانو کی راغلي چی محمود کرزﺉ چی د افغانستان ټوله سوداګري او کاروبار کنټرولوی ، په اخاذی ( یعنی چل او فریب سره د پیسو غوښتلو ) ، په زوره د پیسو اخیستلو ، او مالیه ( ټکس ) پټولو یا نه تادیه کولو سره متهم دی .
راپور وایی چی پر محمود کرزي دا تور هم لګېدلی چی د افغان پانګی اچونی مؤسسې په ۲۰۰۶ کی د هېواد د یوازینۍ سمنټو فابریکې په قرارداد اخیستلو کی غټ مبلغ رشوت ورکړی و چی همدا محمود یې ریس دی .
که څه هم محمود کرزی د دغو تورونو څخه انکار کوی خو که دا تحقیقات پیل سی نو دا به لومړی ځل وی چی د افغانستان یوه داخلی قضیه په امریکایی محکمه کی تر ګرویږنی لاندی راځی .

Copyright Larawbar 2007-2024