لمر ځواكمني لمبې د ځمكي خواته راليږلي

رحمت الله تنها اندړ | فبروري 16th, 2011


د امريكا د فضايي څيړنو اداره يا ناسا وايي چې د دوۍ يوې فضايي بيړۍ د داسي ځواكمنو ماوراً بنفش وړانګو عكسونه ثبت كړي چې له لمر څخه د ځمكي په لور خورې شوي دي. د څيړنو له مخې دغه د وړانګو فوارې به په دوو ورځو كې ځمكي ته را ورسيږي چې په ځمكه كې به د ځواكمنو جيومقناطيسي فعاليتونو لامل شي. همدارنګه دا وړانګې به په الكترومقناطيسي تخنيك ولاړې اړيكي هم اغيزمني كړي. د دې اغيزو په ترڅ كې ګرځنډه تليفون، انټرنټ ، كورني ټليفونونه ، د موټر لپاره د نويګيشن سيسټم او د بريښناسيسټم له ګواښ سره مخ دي.
يادي شوي لمريزي لمبې په لمركې د زيرمه شوي مقناطيسي انرژي د يو په يو آزاديدلو څخه رامينځ ته شوي دي. ساينسپوهان واي چې لمر له ډيري مودې را په دېخوا ډير لږ فعاليت درلود او دغه اوسنى فعاليت د لمر د راويښدلو په نامه يادشوى.


د يادوني وړ ده چې په ورته پيښه كې چې په ۱۹۷۲ زيږديز كال كې رامينځ ته شوي وه د امريكا د ليونايز په ايالت كې يې د ټليفون اړيكي په بشپړه توګه زيان مني كړي وې ، دې ته ورته  په  ۱۹۸۹ زيږديز كال كې د لمر ځواكمنو وړانګو د كاناډا كويبيك ښار شپږ مليونه وګړي په تياره كې كينول او د بريښنا بهير يې په ټپه دريدلى وو. 
 

«

Copyright Larawbar 2007-2024