اقتصاد : د یورو زون هیوادونو زیات شمېر ځوانان وزګاره دي

مختار احمد احسان | فبروري 18th, 2011


د اروپايي اتحادیې په زیاتو هیوادونو کي د ۲۰۰۸ کال سره په پرتله اوسمهال زیات شمېر ځوانان د وزګاری سره مخ کيږي . اقتصادي راپورونه زیاتوي چي د اروپايي هیوادونو د ډلي څخه یوازي په هالنډ او جرمني کي د ځوانانو د وزګاری فیصدي تر لسو کښته دي .

اوسمهال د یورو زون په ۱۷ هیوادونو کي د ځوانانو د وزګاری فیصدي ۲۰،۴ ده، په داسي حال کښي چي د ۲۰۰۸ زېږدیز کال په فبروري کي نوموړې فیصدي ۱۴،۶ وه .

جرمني :
د ۲۰۱۱ز کال په جنوري کي د جرمني د وزګارو ځوانانو فیصدي ۶،۵ وه، چي د ۳۰۵۰۰۰ تنو سره سمون خوري . که څه هم اوس د برلین د دېوال د ورانېدو شل کاله تېر سوي دي، خو بیا هم په جرمني کي د ختيځ او لوېدیځ تقسیم شتون لري . د جرمني په ختيځ کي د وزګاری فېصدي ۱۰،۸ ده، په داسي حال کښي چي ذکر سوې فیصدي د لویديځ د فیصدي دوه ځلي ده .

 يـــــــونــان :
د یونان د حکومتي چارواکو په وینا د تېر کال په نومبر کښي د ځوانانو د وزګاری فیصدي ۳۵ وه . راپورونه لیکي چي زیات شمېر د پوهنتون څخه فارغه یونانیان د یونان څخه بهر د دندي په لټه دي.

 هسپانیه :
په هسپانیه کښي د ځوانانو د وزګاری فیصدي تر ټولو لوړه ده او په دې هیواد کي زیات شمېر ځوانان د وظیفې په پیدا کولو کي بری نه مومي . په هسپانیه کښي تر ۲۵ کالو پوری د ځوانانو د وزګاری فیصدي ۴۲،۸ فیصده ښودل سوې ده .

یورو زون : د ټولو هغو هیوادونو مشترک نوم دئ چي په اروپايي اتحادیه کښي شامل دي او پیسه یې یورو ده. همداراز دغه ډله هیوادونه د”یورو سیسټم” په نوم هم یادولائ سو .

د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د جنوري د لومړی نېټې راهیسي د اروپايي اتحادیې د ۱۲ هیوادونو بلجیم، جرمني، فنلېنډ، فرانسه، یونان، لوکزامبورګ، آیرلېنډ، ايټالیا، هالنډ، اتریش، پرتګال او فرانسې پېسه یورو ده . د ۲۰۰۲ ز کال څخه وروسته یو شمېر نورو هیوادونو هم خپله پېسه یورو کړې ده . اوسمهال د یورو زون د هیوادونو شمېر ۱۷ ته رسیږي، چي ددې جملې څخه یې وروستی هیواد ایستلاند دئ .

 

Copyright Larawbar 2007-2024