کور / علمي / انسانانودافریقاڅخه (۱۲۵۰۰۰) کاله مخکی په کډوالی پیل وکړ

انسانانودافریقاڅخه (۱۲۵۰۰۰) کاله مخکی په کډوالی پیل وکړ

غواړم لږدسیاست څخه دیوشیبی لپاره ګوښه شم، په ځانګړی ډول دافغانستان په اړوند دردونکی کیسی لری. نوځکه یوعلمی مضمون دلاندی ورځپاڼی څخه ژباړم:
Politiken onsdag d.2.2.2011
انسانانودافریقاڅخه (۱۲۵۰۰۰) کاله مخکی په کډوالی پیل وکړی
دانسانانوخوځیدنه ډیرپخوادافریقاڅخه پیل شوی وه، دهغه په پرتله چی تراوسه ګومان کیده. داڅوخوځښتونوپه څوځلوصورت نیولی دی.
لس کاله مخکی دڅیړونکواټکل دخوځښتونوپه اړوندډیرساده اوبسیط وو. داسی ګومان کیده چی انسانانودمنځنی ختیزله لاری (۶۰۰۰۰) کاله پخواداروپاپه لوری په کډوالی پیل کړی وو. ولی اوس دلرغون پیژندونکوڅیړنواوکیندنوښودلی ده چی کډوالی اوخوځښتونه (۱۲۵۰۰۰) کاله پخواپیل شوی دی ولی داخوځښتونه دمنځنی ختیزاودنیل دروددشاوخواڅخه نه وو.
« دلندن دپوهنتون انګلیسی جغرافیه پوه Simon Armitage وایی: نوی معلوماتونه زموږ  اوسنی هغو اټکلوته بدلون ورکوی چی څنګه انسانانوخوځښت وکړی اوسره ګډشوه. ( دغه جغرافیه پوه هغه اصلی لیکوال دی چی دنوی موضوع په اړوندیی علمی لیکنه کړی ده او دالیکنه یی دعامه پوهاوی لپاره خپره کړی ده.»
څیړونکودموډرنو(اوسنی وخت ته ورته) انسانانوڅرک دمتحده عربی اماراتوپه دننه کی د نوروشیانوترڅنګ په لاسی تبروکی لټولی دی. څیړونوښودلی ده چی تبرونه اونورډبرین وسایل تقریباً(۱۲۵۰۰۰) کاله زاړه دی. داډبرین وسایل دهغونوروسایلوسره چی په ورستیو وختوپه منځنی ختیزاواروپاکی پیژندل شوی وه، توپیرلری. مګرنوی موندل شوی وسایل د هغو ډبرینووسایلوسره چی په سهیل ختیزه افریقاکی موندل شوی وه، زیات ورته والی لری. په دغه دلیل څیړونکی ارزونه کوی چی داوسایل به هغوکسانوجوړکړی وی چی ډیرپخوابه دافریقاڅخه پرنورولاروخوځیدلی دی. البته پرهغولارو، نه چی تراوسه موږاټکل کاوه.
Simon Armitage اودده همکاران نوی موندل شوی شیان دهغه زمان داقلیم په نظرکی نیولوسره څیړلی دی اودانسانانولپاره یی دخوځښت یوه لاره اټکل کړیده: انسانان په ډیرو پخوازمانوکی دافریقاڅخه وتلی دی اوځانونونه یی داعرابوشبه جزیری ته رسولی دی. دازمان په اټکل سره دیخبندان منځنی دوره وه چی Eem perioden  نومیږی
پراخه عربی دښتونه
کله چی دیخی دوران پای ته ورسیدی دنړی په بحروکی اوبه ډیری لږشوی، چی دغه حالت څخه متجسسوانسانوګټه پورته کړه. په پوره باورویلای شوچی دسهیل ختیزی افریقی څخه والمنداب ته چی دسره بحرجنوبی برخی دی په مستقیم ډول یی دعربوشبه جزیری ته ځان رسولی دی. اوددغه ځایه څخه دهورموزت څخه واسیاته تیرشویدی اوجنوبی برخوته چی اوسنی هنددی، ځانونه رسولی دی. په دغه زمانه کی دعربوشبه جزیره ځنګلونوپټه کړی وه اودهورموزت سیمه درودوچه برخه وه. څیړونکی عقیده لری چی کډوالی دختیزساحل په امتدادپراختیا موندلی چی ځانونه یی جبل فایاJebel Faya  ته چی اوسنی معلوماتونه هلته پیداشوی دی رسولی دی.
« ۱۳۰۰۰۰) کاله وړاندی دبحرداوبوکچه (۱۰۰متره) تراوسنی وخت کمه وه.
داکسفورددپوهنتون پرفیسورAdrian Parker چی په دغه پروژه کی برخه لری وایی: په دغه دوره کی یوزمانه وه چی دخوځښت امکانات برابرشوی چی په مستقیم ډول دختیزی افریقاڅخه دجبل فایاپه لوری خوځیدنه وشی.»
مخکی اثارساحل ته نژدی داوسنی اریتریا(افریقا) په سیمه کی موندل شوی وه چی داوسنی پیداشوواثارپه کچه چی دعربوپه شبه جزیره کی موندل شوی دی، هغومره زاړه دی. ددغه اثاروموندل څیړونکی باوری کوی چی خوځیدنه دسره بحرڅخه په تیریدنه شوی ده.
مخکی داسی فکرکیدی چی انسانانوپه اهستګی خپل افزاروته دافریقاپه نامعلومه چاپیریال کی پرمختګ ورکړی دی. بیالوجیست پوه Jørn Madsen چی دډنمارک دتاریخی موزیم مسول دی وایی: دیوه تبرپه موندلوسره دافریقانه بهرداسی علایم څرګندشوی دی چی دهغه وخت مروجه تکنالوجی په بشپړډول کافی وه.
مخکی اټکل داسی ووچی انسانانوتقریباً (۶۰۰۰۰ – ۸۰۰۰۰ ) کلونه پخواافریقاپریښوده د نځنی ختیزاوجنوبی اروپاپه لوروخوځیده. ولی نوی موندنی اوڅه نوری موندنی چی په تیرو لسوکلوکی شویدی، پخوانی اټکلوته جدی بدلون ورکړی دی. دڅیړونکوپه اړوندد وروستی معلوماتوپربنسټ چی ډیرپه زړه پوری دی بایددخوځښت اوکډوالی تاریخ یوځل بیاوارزول شی. وروستیومعلوماتوجوته کړیده چی چی په مختلفوڅپواودمختلفولاروڅخه انسان دافریقا څخه خوځیدلی دی. Jørn Madsen وایی : لاسته راغلی عکسونه ډیرپیچلی دی ترهغه چی موږڅوکاله وړاندی اټکل کاوه.
کیدای شی چی وروسته مختلف ګروپونه سره ګډشوی وی، یاکیدلای شی چی ددغو ګروپو څخه یوګروپ بریالی وتلی وی ترڅوچی ننی انسان یی رامنځته کړیدی. ولی تراوسه باوری نه یو.
سره ددی چی کیدلای شی مختلف انسانان سره ګډشوی وی، ولی DNA څیړنی څرګندوی چی اوسنی انسانان په ریښه کی دهغوانسانانوڅخه دی چی دافریقا څخه وه.
څیړنوښودلی ده چی اوسنی انسانان تقریباً (۴۰۰۰۰)کاله مخکی راپیداشویدی چی په ډنمارک (۱۶۰۰۰) کاله مخکی یی دپیدایښت اټکل شویدی. پای