کور / علمي / د خان شهيد ساينسي او پښتون ليکدود

د خان شهيد ساينسي او پښتون ليکدود

ليک ؛ حفيظ الله ياد
_________
د نړۍ ټول تاريخ‌ دانان د انساني ارتقا د تاريخ په پړاونو کې په دې خبره متفق دي چې د انساني تاريخ په پراخ ارتقايي سفر او يون کې تر ټولو غوره دوره د انسانانو تر منځ د ژبو د راتګ دوره ده. دا هغه دوره ده چې انسانيت يې له انفراديت څخه تر اشتماعيت راوست. هم دې دورې خاندانانونه، کمونيټياني او سوسايټياني جوړي کړلې. کمونيټي په بنيادي توګه له کمونیکیشن څخه وتلې اصطلاح ده. د ژبو پر بنياد د نړۍ انسانيت دومره وده وکړه چې په تسلسل کې يې نن موږ د نړيوال کلي يا Global Village پر پړاو ولاړ يو. وتلی تاريخ دان نوح ھراري په خپل مشهوره کتاب ( 21Lessons for 21st century ) کې د دوو لويو انقلابونو ذکر کړی دی چې د پام وړ دي. هم دغه ژبيني رابطې او کمونیکیشن دي چې د نن نړۍ يه د اسانتيا تر معراج را رسولې ده چې پکښې نن ټوله بنيادم د دوو لويو انقلابونو ( اول Infotech دويم Biotech ) سره مخ دي. دغه دوو انقلابونو تر انسانیت دومره تېز او مخته يون پرې کړ چې نن دغه بنيادم د خپل شاته پاتې کېدو په سوب د خطرې سره مخ کېدلای شي. دا که Biotech دې که Infotech دې، دا دواړه په يوه نه په بله ژبه د فکري تخليقاتو ليکلي او عملي کړي اشکال دي.
اوس که موږ له انسان سره د مورنۍ او نورو ژبو د زدکړې او تعلق په اړه خبره وکړو نو دلته زه به د روان عصر د لوی ژبپوهه Noam Chomsky د دوو مُهمو نظريو خبره راوړم چې خبره نوره هم اسانه شي. نوم چومسکي و نړيوال ادب او ژبپوهنې ته يوه ډېره مُهمه نظريه Language Acquisition Theory ورکړله. دا نظريه د ماشوم او د ژبې تر منځ يو ارواهي تړون څرګندوي. نوم چومسکي وايي چې په هر ماشوم کې د ژبې د زدکړې يو قدرتي صلاحيت موجود وي. د هر ماشوم په تخليق کې قدرت دي هغه په مغزو کې يو آله LAD يا Language Acquisition Device تخليق کړې ده چې هغه دي ماشوم د ژبې د زدکړې عمل تر سره کوي. پاتې شوه خبره دي هغې ژبې د ګرامر په اړه نو د ګرام لپاره هم وتلي ژبپوهه نوم چومسکي يوه نظريه University Grammar ورکړې ده چې ښاغلی وايي د نړۍ ټولې ژبې په يوه خاص ګرامر پر اساس جوړي دي. خاص په مثال د موسيقۍ چې د نړۍ ټوله موسيقي په يو څو مخصوصه ټاټونو او راګونو کې شتون لري. نو د هم دې ګرامر لاندې د هري ژبې ماشوم خپله ژبه د رابطې لپاره په کار راولي. کومه ژبه چې د يو ماشوم LAD د مور په غېږ کې اخلي نو هغه يونيورسل ګرامر کې هم هغه ژبه ډېره ښه قيد ساخت کړي.
پښتو ژبه هم د نورو قديم او لرغونو ژبو په شان تر يوه ډېر اوږده ارتقايي عمل را وتلې ده. له ډېره بده مرغه دغه لرغونې ژبه نن د خپل ليکدود څخه بې برخې پاتې ده. د پښتو ژبې لپاره چې موږ دا عصر کوم ليکدود کاروو هغه ته وايي “Persio-Arabic Script” چې د فارسي او عربي ژبو يو ليکدود دی. دا لیکدود يا Script په (ABJADS) کې راځي چې ABJADS خپله په بنيادي ارتقايي عمل کې دوه پړاوونه لري. لومړی پړاو Pre-Phoenician او دويم پړاو چې تر اوسه لا په جريان کې دی Phoenician & Derivative دی. له دې ځايه اوس د پښتو ژبې د ليکدود ستونزه را منځ ته کيږي. چې پښتو ژبه خپل لیکدود لري نه او کوم ليکدود چې يې خپل کړی دی هغه د دې قابل نه دی چې تر څو د پښتو ټول غږونه (Phonemes) په ځان کې ځای کړي او د دې ژغونو تقاضا پوره کړې. د دې څخه برعکس په هغوی ژبو کې ځيني داسي حروف شته چې په پښتو کې يې بالجبر ځای جوړ کړی او (Graphemes) يې سته، پښتانه يې ليکي هم مګر دي هغوی حروفو غږونه (Phonemes) نه شي ادا کولای. دالته د پښتو ژبې د لوستونکو د “Phonics” ستونزه را منځ ته کيږي. د ارواپوهانو او ژبپوهانو په وړاندې چې د کومې ژبې د Phonemes او Graphemes تر منځ تعلق مات شي هغه ژبه لکه د مات شعر لطف او رواني له لاسه ورکړي او په هغه د هغې ژبې په زدکولو کې يو شمېر ستونزې را منځ ته کېږي. د دې ستونزو د هوارولو لپاره په اوسني وخت کې يوه لاره له موږ سره پاتې ده هغه ده د پښتو ژبې وتلي ژبپوهه د خپل ځانګړي ليکدود څښتن خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د ساينسي ليکدود خپلول.
پښتون قامي اتل خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي چې د يوه تکړه ملتپال سياستمدار تر څنګ، غښتلی صحافي، وتلی اديب او ژبپوهه هم وو. په کال ۱۹۰۷ کې يې د کوزې پښتونخوا کلا عبدالله په اولسوالۍ کې سترګې خلاسي کړې وې. په کال ۱۹۵۶ کې يې د “پښتو ژبه او ليکدود” په نامه يوه کتابچه و پښتنو، پښتو ژبې او پښتو ادب ته ورکړله. چې بيا په دويم ځل په کال ۲۰۰۷م د مارچ په مياشته کې د جنوبي پښتونخوا د کوټې په ښار کې بيا خپره شوه چې د دې ليکدود په اړه د پوښتنو ځوابونه هم پکې ويل شوي دي. دا کتابچه ۱۳۷ مخونه لري. د دې کار پېل خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د خوشحال خان خټک د يوه مشهوره شعر څخه کوي چې ؛
چا يې پلو د جمال وا نه خيست
پښتو لا هغسې بکــــــره پرته ده
بابای پښتون خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی په هغه دور کې د پښتو ليکدود ته کار کوي چې په هغه وختونو کې پښتو ټولنه کابل وه او د باړه ګلۍ تر سېمينار د درې نيمو لسېزو وړاندي کلونه دي. ښاغلي اڅکزي غوښتل چې د رحمان بابا د تلين په غونډې ته به پېښور ته ځم او هلته به له پښتنو اديبانو سره په دې اړه مجلس کوم خو متاسفانه دۀ هلته ګډون و نه کړ. په هر صورت دا پاړکی يې بيا خپور کړ تر څو پښتانه پر دې ليکدود فکر وکړي.
د ښاغلي ژبپوهه خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هدف په دې ليکدود کې دا دی چې بايد پښتو چې موږ څنګه په خپل ژوند کې وايو هم هغسې يې و ليکو. هم دا خبره لکه وړاندې ذکر وشو د Phonics د قانون لاندې ټول ارواپوهان او ژبپوهان متفق دي. تر ټولو لومړی خان شهيد د پښتو له ژبې څخه د پرېديو ژبو هغه حروف و ايستل کوم حروف چې يو خو زموږ دي نه بيا يې پښتانه هغسې Pronounce کولای نه شي. د عربي په دې ايستل شوو لسو حروفو کې (ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق) راځي چې پښتانه دا يو حرف هم نه شي Pronounce کولای البته په ليک کې يې موږ ليکو. د دې تر څنګ خان شهيد بل ډېر پرمغز تجويز ورکړی دی چې موږ بايد د خپلې ژبې حروف لږ تر لږه کړو چې بيا به په ليکلو کې زحمت ډېر کم شي. د بېلګي په توګه خان شهيد د انګريزي ژبې د حروفو مثال ورکړې دی چې س، ث، ص، ش لپاره په انګريزي کې يو الفابيټ “S” کارول کيږي، او دغه رنګه دا حروف ذ، ز، ژ، ږ، ض، ط په انګرېزي ژبه کې په “Z” ليکل کيږي. نو د نړۍ نورو قامونو د خپلو ژبو حروف ډېر مختصر کړي او بل خوا موږ په خپله سوچه پښتو کې بلا ضرورت د نورو ژبو ټکي ګډ کړي دي. که عربي او فارسي د نورو ژبو د ټکو د سمې ادايګي په نه کولو کې ستونزه نه ويني او په خپل قانون ورته نوم ږدي له سيګار ته سيجار يا پاکستان ته باکستان وايي نو موږ هم بايد د نورو ژبو سره د مذهبي يا فرهنګي تعلق پر بنياد دي هغوی ژبو د ټکو سره سره حروف تهجي بالجبر په پښتو کې ور ګډ نه کړو. اوس که صمد په سمد و ليکل شي په دې کې څه ستونزه ده؟ هسې هم که يو پښتون هر څو صمد و ليکي مګر وايي به سمد. نو بيا د پښتو ژبې په Phonemes او په Graphemes کې دا فرق ولي ؟
خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی په ژبه کې د حروف تهجي د ډېرېدو که څه هم ډېر مخالف وو بلکې يو خان شهيد نه اوس د نړۍ ژبپوهان وايي چې د ژبې حروف تهجي چې څومره لږ وي هومره په ليکلو کې اسانه ده. اوس پوښتنه دا ده چې ځيني ټکې چې پکښې الفابيټ يو کارول کيږي او ږغونه يې بېل وي نو د دې لپاره خان شهيد د (Keys) کاورل خوښ کړي دي. لکه موږ چې و ساده “ر” ته يوه Key ورکړو هغه “ړ” شي. دغه رنګه خان شهيد د “و” لپاره هم Keys کارولي دي تر څو موږ په لور(Daughter) ، لور(Direction/Side) او لور (Step-Brother) توپير وکړو. دغه شان خان شهيد د متحرک او ساکن غږونو لپاره د بېلا بېلو علامتونو استعمال کړی دی. د مثال په توګه ښاغلی د خپل کتاب پر ۳۳ مخ ليکي چې د کابل د ادبي ټولنې په پښتو قاموس کې د لومړي ټوک پر ۸۸ مخ يو ټکی “برالبېدل” لوعيمل شوی دی چې و مخ ته يې د حروفو د غږونو پر اساس تفصيل څه داسي ليکل شوی دي چې (ساکن، فتحه، ساکن، ساکن، کسره، مهجول، زورکی ساکن). دې ټولو ټکو ته هيڅ اړتيا نشته که موږ تش يو علامت ( چپه غړوندی ۷ ) و کاروو نو خبره به ډېره اسانه شي. د دې علامت په پښتو کې زيات ضرورت ځکه هم شته چې د ايرينو ژبو په Phonemes کې وچ ږغونه په ډېر لوی تعداد شته. که دغه علامت و کارول شي دا به د ټکو په لوستلو کې هم ډېر اساني وړه کړي مانا پښتانه به د دوو ټکو چې يو رنګه ليکل کيږي کم(لږ) او کم(کُدام) تر منځ توپير وکړي. له دې سره سره خان شهيد د ( ه او ھ ) تر منځ پر توپير ډېر مفصل مجلس ايښی دی.
د دې ليکدود په اړه د هر پښتون او باشعوره انسان په ذهن کې درې مُهمې پوښتنې راپورته کيږي چې خان شهید هم دغه پوښتنې له سره نه يواځي پکې يادونه کړې او راوړې بلکې د دې پوښتنو ډېر عقلي او مدلل ځوابونه يې ويلي دي. هغه درې مُهمې پوښتنې څه داسې دي چې؛
۱. د کفتار په شان د ليکلو هغو ټکو معني هغسې نه پاتې کيږي مانا معني او مطلب ته يې زيان رسي. د بېلګي په توګه اوس که موږ عبدالصمد و ليکو چې د عربي ټکي دي مانا يې ده “بنده د صمد، بې نياز يا خدای” او که موږ د خان شهيد د ليکدود سره سم “اودول سمد” و ليکو نو د دې نامۀ مطلب له منځه ولاړ شي.
۲. د عربي ژبې سره زموږ د دين مبارک تړون دي. که موږ چيري دا ليکدود خپل کړو نو زموږ دين ته زيان رسي. په بله مانا که موږ “الحمدالله” و ليکو نو نمطلب به يې وي “شکر د خدای” او که موږ “الهمدو لله” و ليکو نو نو د عربي ژبې مانا يې له منځه ځي.
۳. دريم اعتراض د خلګو دا دی چې که موږ دا ليکدود خپل کړو نو زموږ ژبه به ډېره تنګه او محدوده شي. نو ژبه بايد پراخه وي او محدوده نه شي.
د دې واړو پوښتنو ځوابونه په خپل کتاب کې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي پر ۱۳م مخ باندې ډېر په تفصيل او په مدللو ځوابونو سره وړاندې کړي دي. د هر ځواب سره يې بېلابېل مثالونه د نورو ژبو ورکړي دي چې په هيڅ صورت نور د بحث کولو ځای پکې پاتې نه شي. د دې تر څنګ خان شهيد په خپل کتاب کې پر ۱۹م مخ پر دې خبره هم ډېر ښه بحث کړی دی چې بايد موږ د نورو ژبو تورو واخيستل شي که نه لکه څنکه چې په نړۍ کې هره ژبه د بلې ژبي توري خپلوي په خاصه توګه د (Sister Languages) تر منځ دا عمل زيات وي. نو خان شهيد وايي چې که چيري پښتو ژبې ته د ټکو اخيستلو اړتيا وي باید له اېرينو ژبو واخيستل شي نه له عربي ژبې. ځکه د پښتو که مطابقت سته هم له اېرينو ژبو سره سته مګر نه له عربي ژبې سره.
اوس د ټولو نه مُهمه پوښتنه به زموږ او ستاسو په ذهنونو کې دا راځي چې که اوس موږ د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي دا ليکدود خپل کړو نو په پښتو کې چې دا په لکونو او ميلنونو کتابونه، دا ليکونه، دا مجلې ليکل شوې او خپرې شوي دي دا به څنګه را اړوو او بيا به يې څنګه خپروو ؟ او که يې را وا نه ړوو نو د دې کتابونو څخه به نوږ بې بردا پوښتنه هم له سره د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په پام کې وه او ورته يې پر ۲۰م مخ د مثالونو سره ډېر ښه ځوابونه ليکلي دي. ښه مثال يې د انګريزي ژبي د ليکدود د ارتقا ورکړی دی. نو دلته زه پوره پوره ځوابونه که نه شم راوړلای چې ليک به ډېر زيات اوږد شي. ښه خبره به دا وه که په هغه وخت کې د تعصب څخه ليري د خان شهيد پر دې ليکدود پام شوی وو نن به دا ستونزه نه وه. او که چيري اوس پام ورباندې وشي هم ډېر وخت نه دی تېر شوی.
اوس راځو د ژبې ساخت، لارې چارې او ګرامر ته نو خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په خپل کتاب پښتو ژبه او ليکدود کې پر ۴۴م مخ باندې د پښتو ژبې پر ګرامر باندې ډېر پراخ بحث کړی دی. تر ټولو وړاندې خو خان شهيد دا وايي چې د پښتو ګرامر متاسفانه او له ډېره بده مرغه د ليکدود په شان خپل نه بلکې د عربي پر قوانينو جوړ شوی ګرامر دی. ښاغلی زياتوي چې د پښتو ژبې په دې اړخ کې چې څومره هم خواري او زيار ايستل شوي دي هغه د عربي ژبې پر لار دي. پښتو ګرامر کې دومره زياته د عربي پېروي شوې ده چې په ګرامر کې د نومونو او کارونو لپاره اصطلاحات هم د عربي ژبې خپل کړل شوي دي. دا اصطلاحات چې د پښتو سره هيڅ تړون نه لري او عربي و پښتو بيخي په خپل جوړښت، راز او وزم کې بېلي بېلي ژبې دي. عربې و کار ته “فعل” وايي او د عربي ټول صحيح ثلاثي کارونه پم پر دې وزم دي ځکه دا نوم د عربي ژبي لپاره دېر ښه او د کار دی خو موږ ته هيڅ ګټه نه کوي او هم دغه رنګه “فاعل و مفعول” دي. د ګرامر په اړه د خان شهيد تجويز دا دی چې پکار دی هغه پښتانه ژبپوهان چې د اېرينو ژبو، انګرېزي او سنسکرت په ګرامر پوهېږي، له سره دي پښتو ژبې ته اسانه ګرامر جوړ کړي. داسي ګرامر چې د پښتو په راز او وزم سره سمون خوري.
بيا خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د پښتو ژبې د ليکوالانو سره سره له شاعرانو هيله کوي چې په خپلو شعرونو کې بايد د پښتو ژبې ټکې و کاروو تر څو مو شعر روان او اسانه شي. ځکه شاعران شعر ليکي د خپلې ټولنې لپاره نو چې بايد ټکي هم هغه و کارول شي چې ټولنه يې پرې پوهېږي او ورسره ورسره يې د خپلې پښتو ټکي له ورېدلو څخه په امان و اوسي. د بېلګي په توګه خان شهيد د پښتو يو شعر راوړی دی او ليکلي يې دي چې دا اوس د پښتو شعر دی که د عربي؟ په دې شعر کې پښتو لږ عربي ډېره ده. هغه شعر داسي دی چې؛
اې صاحبه هم د سېف هم د قلم
لاثاني هستي راغـــــــلې له عدم
له پښتنو شاعرانو يې هيله کړې ده چې په خپلو شعرونو کې توري، ټولونه (رديفونه)، او ملونه(کافييې) په خپلي شاعري کې و کاروئ. د بېلګي په توګه خان شهيد د پښتو ټپو مثال ورکړی چې څومره شتمن ټکي لري. د خپل کتاب پر ۴۹م مخ ليکي چې؛
“د پښتو د ټپو په (بېلتون) او ځله ليري کېدو کې بله ګټه يا تاوان هر ته چې وي دا ګټه يې څرګنده ده چې په دې (بېلتون) ژبه ډېره ودانه سوې ده.” اوس که موږ و ګورو دا يو بېلتون ټکی څومره زيات شتمن دی. د خان شهيد دې خبره ډېر پام دې خبري ته راواړولی چې موږ خو دا بېلتون ډېر کاروو او حِس کوو يې هم نو که چيري دا ټکی موږ په اردو کې و ژباړو نو وايو به “دوري” که څه هم مطلب خو يې څرګند شو خو هغه کم احساس کې د دې ټکې سره زموږ زړونه را و چوي هغه احساس له منځه ولاړ شي‌.
د ليکدود د اسانه کولو دداو ژبې د ودانولو لپاره که څوک خپلواکه رياست و لري دا هر به ډېر په اسانه وشي خو متاسفانه پښتانه له خپلواکه رياست څخه بې برخې دي. د دې په اړه خان شهيد د خپل کتاب پر ۶۱م مخ څو مثالونه راوړي دي د انګريزي ژبې د ودې، د انګلستان د لوی ژبپوهه اډيب جارج برنارډشا د کتابونو د قيمت و وقفولو مثال چې ژبې او د ژبې ليکدود ته يې کړی وو خو زه به د هيند مثال واړم چې خان شهيد په خپل کتاب کې ورکړی دی. خان شهيد د خپل کتاب پر ۶۴م مخ ليکي چې؛
“د هيند د ازادۍ سره سم د هغه ځای د اولس پوهانو يوه لويه غونډه وکړله چې په هغه کې ټول سرکاري و اولسي پوهان چې په سوونو، وزيران غټ غټ نوکران، د پوهنځيو او پوهنتونونو لوی استادان، نور پوهاناو پوهيتان را غونډ سول او څو ورځې خپل د ژبې ليکدود، ټاپې، او ټاپ پر اسانولو خبرې کولې. او ډېر کټمېره پريکړي يې وکړې چې دوې يې دا وې چې هغه نيم ټکي يه د ليکدوده و ايستل چې پخوا بې د وچ (ساکن) د پاره ليکل او هغه اوږده کريښه يه پرېښوه چې د خت د هري ليکي (سطر) پر سر بې ورکوله. چې په دې د دوی ليک ډېر اسانه سو. ولي چې د ټکو د پټې يه سم نيمی سو. نورې هم ډېري درنې پرېکړي کړي دي.”
خان شهيد ليکي چې دا کمې نيمګړتياوي چې په پښتو کې شته تر دې زياتي نيمګړتياوې په اردو کې هم شته. ښاغلی وايي چې په دې اړه خبرې ما څو ماله وړاندي د هري پور جېل چخه چيري چې زه بندي وم و ښاغلي مولوي عبدالحق (بابائے اردو) ته هم ليکليوو چي هغوی په خپل ځواب کې ډېره ستاينه هم کړې وه او دا يې راته ليکليو وو چې موږ هم دې کار ته تکل کوو خو بيا خبر نه شوم چې ولي يې دا کار پېل نه کړ.
د کتاب “پښتو ژبه او ليکدود” پر ۷۰م مخ باندې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د پوهانو او ليکوالانو و پوښتنو او اعتراضاتو ته ځوابونه ويلي دي چي هغوي پر “پښتو ژبه او ليکدود” باندې کړې وې. دا اعتراضات او پوښتنې و خان شهيد ته د خطونو او مجلو (چې له بېلابېلو سيمو خپرې شوې وي) له لارې رسېدلې وې. په دې کې چې خان شهيد ته رسېدلي دي. د جنوري په ګلستان مجله کې د ښاغلي تارڼ صېب، د فروري په مياشتنۍ ګلستان کې د سلطان محمد صابر، د جنوري په اباسين کې د “د پښتو د ترقي لار” تر سرليک لاندې د ښاغلي محمد اکبر خان، د مارچ په ګلستان مجله کې د ښاغلي نواز خټک، د مارچ په لار مجله کې د ښاغلي طاهر بخاري، د رهبر په لومړۍ ګڼه کې د ښاغلي قلندر مومند، د مارچ په جمهوريت کې د ښاغلي فضر الحق شيدا، د اپريل په ګلستان کې د ښاغلي زيارالدين لاجوري، او داسي نور ليکونه چې خان شهيد يې ډېر په تفصيل او Scientific و Rational ژبه کې ځوابونه ويلي دي.
نو په پای کې به زه دا و وايم چې د دې وړوکي کتاب په لوستلو او سمجولو کې مې ډېر لوی يون پرې کړ، ډېري اوږدې اوږدې ناستې مې وکړې. که څه هم زما لوست په سيول انجينيرنګ کې وي خو د ژبپوهنې په اړه مې ډېر څه و کتل، ډېري اوسنۍ نظريې مې و لوستلې، د نړۍ د Father of Modern Linguistics چي نوم يې Noam Chomsky دی، څو نظريې و لوستلې. د ژبو ارتقا مې و لوستله، د ژبو او ټکو Etymology مې و لوستله، د ژبو Psycology مې و لوستله مانا ډېر څه مې پسې و کتل خو په دې پوهه نه شوم چې خان شهيد د نن څخه اووه لسيزي وړاندې په دې خبرو څنګه رسېدلی وو؟ دومره لوی ژبپوهه له موږه هسي پټ پروت دی او موږ ورباندې هيڅ کار تر اوسه نه دی کړی. په يوه نتيجه رسو هغه دا چې خان شهيد په خپل کتاب کې پر ۴م مخ د ژبه په اړه يوه ډېره شتمنه سياسي خبره ليکلې چې؛
” د ژبې وده خالي د هغې په خوږوالي او ودانۍ نه سي کېدلای او نه په دې کيږي چې د هغې ژبې ويلو والا خلک او اولس څومره مينه ورسره لري. اوس د هغه قام ژبه وده کولای سي چې کوم قام د خپل سر خپل واک او ازاد وي او خپله ژبه د خپلي مځکي د سرکار ژبهږ د بازار ژبه او خپل د بچو د لوستلو، زدکړې او ښوونځي ژبه جوړه کي خو دا کار د دې غونډي د وس کار نه دی، د دې دپاره به هر پښتون ځان له او په نورو اولسي ډلو کې کار کوي، زيار به کاږي، نو هله به و سر ته رسېږي”
د ښاغلي فضل الرحيم ساقي په دې بيت به خپل ليک ته د پای ټکی کښېږدم او خدای دې وکړي موږ د خپل وتلي اديب ژبپوهه او ملي اتل خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي لاره خپله کړو تر څو له دې بلواکۍ له تورو تياريکو موږ ژوند د خپلواکۍ د لمر تر درشله پورې و رسي ؛
اڅکزی خان وايي بيتونه په پښتو جوړوه
مه عــــربي ورکډوه او مه هيندکو جوړوه
د انګريزي له تــــورو خپله ژبه پاکــــه لره
فارسي ملکـــرې د پښتو سره بې باکه لره
____________
حوالې ؛
۱. پښتو ژبه او ليکدود او عبدالصمد خان اڅکزي
۲. د Yuval Noah Harari کتاب، 21Lessons for the 20st century
۳. د V.Cook & M.Newson کتاب، Chomsky’s Universal Grammar
۴. د Noam Chomsky کتاب، Mind and Language
۵. د Larry M.Hyman کتاب، Phonological Typology
۶. د خان شهيد ياد از فضل الرحیم ساقي، مخ ۱۲۳
۷. د سرمد حسېن ريسرچ، Phonetics and Phonology
۸. زما ژوند او ژوندون لومړی ټوک از خان شهيد
۹. د کابل سېمينار د مقالو کتاب، د ننګ او فرهنګ اتل
۱۰. د کابل سېمينار د مقالو کتاب، د پوهې او خپلواکۍ لاروی
۱۱. د کابل مجله کې د ابراهيم عطايي ليک د خان شهيد د ليکدود په اړه
۱۲. د Amalia Bar-On ريسرچ Learning to Read a Semitic ABJAD