کور / کیسه / بدلون: د زمري نيمګړی انځور

بدلون: د زمري نيمګړی انځور

محمد اسماعيل (عندليب)

يو باتجربه سپين ږيري نکل کاوه چې په پخوا زمانو کې يو ځوان يو انځورګر ته ورغلی و، چې د ولو په منځ کې ورته د زمري انځور وکاږي، دا انځور په داسې ډول جوړېدو چې بايد د انسان د بدن وينه او رنګ سره ګډ او بيا د تل لپاره هغه انځور پاتې شي، پخوانيو انجونو به هم په زنه او جبين خالونه همدا رنګه وهل، په کوچيانو او زموږ د هيواد د کليوالو سيمو عمر خوړلې مېرمنې اوس هم د ا خالونه په مخ لري، چې د هغه مهال د سينګار يوه برخه وه.

انځورګر د ځوان د ولو په منځ کې په کار پيل کړ، شيبه وروسته ځوان درد محسوس کړی، خو دا چې انځور يې نه لېدو، پوښتنه يې کړی چې «استاده د زمري کومه برخه دې رانيولې؟» انځور ګر ويلي له پښې يې پيلوم، ځوان ويلي چې «يوه پښه دې نه لري».

انځورګر بيا لاس په کار شوی، شيبه وروسته بيا ځوان پوښتنه کړې، دا ځل يې د زمري انځور له لکۍ پيل کړی و، خو ځوان چې دردونو پسې اخستی و، ويل يې چې بې لکۍ زمری دې وي.

انځورګر کار ته دوام ورکړی، خو د ځوان طاقت نه دی شوی بيا پوښتنه کوي چې اوس يې کومه برخه ده؟ انځورګر د سر د جوړولو وايي ځوان وايي «سر دې هم نه وي خو ژر کار خلاص کړه». انځورګر چې نور يې حوصله تمامه وه وايي چې پاڅه ځوانه چې پښې، لکۍ او سر ونه لري، نو زمری له څه جوړ کړم.

د بابا د نکل مورد بل و، خو ما نن ولوستل چې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس د نړيوال کرکټ له مسئولينو سره خبرو کې ويلي چې انجونې به په نورمال ډول کرکټ لوبه وکړي، او دوی يې ممانعت نه کوي.

پوښتنه راسره پيدا شوه، چې انجونې به کرکټ په کور کې لوبوي په خونه کې به لوبه کوي، که بهر په ګراونډ کې، او دا چې وروزل شي بيا به په کاله کې له خوېندو او کليوالو سره لوبه پر مخ وړي، او حکومت به ورته اسانتيا برابروي، که په نړيوال ډګر به له نړيوالو ټيمونو سره لوبيږي؟

که د اسلامي امارت د اوه ويشت کلن شعار او مبارزې او بيا د اوسني عمل تر منځ واټن زياتيږي، نو طبيعي ده، چې په داخل کې به له ستونزو سره مخ کيږي، که له ستونزو سره مخ نه شي، نو  بیا به يې تاريخ په تېر دريځ د محوې کرښه راکاږي، که څوک عملي غبرګون ونه ښيي، هغه څوک خو به په ذهن کې ځان مات وبولي، چې مبارزه يې د هغو اهدافو لپاره پيل کړې وه، چې طالبانو يې غږ پورته کړی و.

که ځينې کړنې چې دلته يې يادونه اړينه نه بولم، د سياسي مجبوريتونو په دليل معاف شي، نو په کور دننه داسې تګلاره چې يوازې د ځان موډرن ښودلو لپاره جوړيږي، د اسلام د شعار او حکم سره سر نه خوري، او بايد په جديت، ځيرکتيا او پوهه ورسره برخورد وشي.

انجونو ته د کرکټ اجازه ورکول او په وزارتونو کې مسلمانان بيا مسلمانول او هغوی ته لمونځ ورزده کول د ځمکې او اسمان توپير لري، زما په باور نه منظم سياست دی او نه د يوې رهبرۍ دلودونکي حکومت تګلاره.

وېره ده چې هسې نه بې پښو، لکۍ او سره زمري سره مخ نه شو.

توجه يې غواړو!

پای

2021-11-25