کور / سياسي / امريکا په سيمه کې د کومو هېوادونو د سياسي نفوذ مخه نيسي؟

امريکا په سيمه کې د کومو هېوادونو د سياسي نفوذ مخه نيسي؟

شننه: عبدالله لغمانی
د امريکا متحده ايالات چې د نړۍ په هره ستره او کوچنۍ سياسي پرېکړه کې  په يو ډول نه يو ډول دخيل  پېژندل کېږي، د دنيا په بېلابېلو سيمو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او خصوصا په اسيا کې د خپلو هدفونو لپاره له چين او روسيې سره ښکر په ښکر ده. او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د دوی لپاره ښه حربه په دې منطقه کې روانه مذهبي توندلاري ده چې امريکا یې پرمټ کولای شي خپلو هدفونو ته په رسېدلو  او  سيالو هېوادونو ته  سرخوږي په پيدا کولو کې ترې مستقيم او غېرمستقيم کار واخلي. امريکا ته په سيمه کې لومړی نمبر اقتصادي او دويم نمبر سياسي رقيب چين دی يو چې امريکا هڅه کوي د چين په سينګکيانک کې د ايغور مسلمانانو د حق تلفي کيسې تازه او روانې وساتي او  هلته د مېشتو مسلمانانو او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو احساسات پرې راوپاروي او د خپلې موخې په توګه یې وکاروي. امريکا او برتانيا دواړه په دې کوشش کې دي چې د خپلو ميډياوو فوکس ټولې همدې خواته راوګرځوي او ددې سيمې له خلکو سره د نسل پر بنسټ د ترکي ژبو هېوادونو دخلکو  له جذباتو هم استفاده وکړي
همدارنګه چين په کور دننه د بيان د ازادي له اړخه يو ديکتاتور او داسې یو هېواد معرفي کړي چې په خپلو خلکو یې بې شمېره بنديزونه لګولي او د هغو په هر ډول ايسارولو کې درېغ نه کوي ، او همدارنګه غواړي د چين لپاره د تايوان او هانک کانګ په مسئلو کې د ناټو سره په همغږي ددې هېواد پر وړاندې سيستماتيک مخکې لاړ شي او مصروف یې وساتي  او د همدې سيمو  له سيمه ييزو حکومتونو سره يې په لانجو کې ښکېل کوي او غواړي يو دوامدار او مسلسل سرخوږی د چين لپاره د چين په شاوخوا کې د تل لپاره موجود وي ترڅو د سياسي نفوذ مخه یې نيولې وي او هم امريکا خپلو موخو ته ځان پکې ورسوي، خو چين د سياسي نفوذ نه ، بلکې تر اوسه پورې په نړۍ کې د اقتصادي نفوذ په حال کې دی او غواړي په اقتصادي لحاظ له امريکا مخکې او د نړۍ هېوادونه په اقتصادي پروژو د ځان ملګري کړي او دوه اړخيز تړونونه ورسره وکړي، چين له اقتصادي اړخه غواړي په شاته پاتې او لږ پرمختللو هېوادونو کې عمراني پروژې پلې کړي او په دې سره د هغو خلکو په زړونو کې ځای ونيسي که څه هم دا پروژې دوی د بلاعوضه مرستو په ډول نه کوي ، بلکې د پيسو او پور ډول یې ترسره کوي خو بيا هم د نړۍ د هېوادونو په ګرمو پېښو او صورتحال کې غواړي نرم او ارام او يا هم کله کله بې پرې دريځ لري.
همدارنګه د کرونا وايروس د خپرېدا د سرچينې په اړه د چين حکومت تورنوي چې نړيوالو ته رښتيا نه وايي او دوی د ميډياوو له لارې دا د جهانيانو په ذهن کې ورکوي چې ګويا وايروس د چين د بې غوري له امله خپور شوی دی او يا هم چين په خپلو لابراتوارونو کې په مصنوعي ډول جوړ کړی دی.
له بل پلوه د امريکا بله ستر سيال روس دی په سياسي لحاظ روسيه  د امريکا لومړۍ نمبر رقيب دی او متحده ايالات د پخواني بالقوه سيال په توګه ورته ګوري او غواړي په لويديځو سرحدونو کې لکه د اوکراين په مسئله کې او له ناټو سره په اړيکو کې مشکلات ورته جوړ کړي او په دې توګه هڅه کوي په ختيځ اروپا کې د روسيې د سياسي نفوذ مخه ونيسي او په يو ډول کوشش کوي د هغو سيمو په خلکو کې د روسيې پر وړاندې د خلکو اذهان بدل کړي، په تېره بيا د اوکراين په مسئله کې د ناټو له لارې کوشش کوي د اوکراين حکومت په لوی لاس يوه لوی ناورين ته ورټېله کړي چې راتلونکې پايلې یې ددې سيمې او اوکراين د دولت لپاره ښې نه دي. او همدارنګه غواړي د نورو هېوادونو لکه چک، پولېنډ او نورو سره د روسيې اړيکې د خپګان کچې ته راټيټې کړي تر څو روسيه په دې سيمه کې کوم خواخوږی هېواد ونه مومي او هم د منځني ختيځ کې يوازینی سيال د امريکا روسيه ده چې د سوريې په مسئله کې او په نورو مسئلو کې اوس او هم د تاريخ په اوږدو کې سره مخامخ شوي او ان د يو ستر اتومي جنګ د وروستۍ شېبې تر بريده سره رسېدلي دي خو په هر حال دا نو د هېوادونو په خپلو سياسي ارزښتونو او سياسي ليدلوري پورې اړه لري چې څه ډول د نړۍ له هېوادونو سره په تعامل او توازون اړيکې برابرې کړي او خارجي پاليسي داسې عياره کړي چې د خپل هېواد ګټې یې ايجابوي .