الظواهري د مصر په هکله ویډیو کېسیټ خپور کړ
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د اسامه بن لادن مرستیال او مصري ډاکټر ایمان الظواهری نن یو ویډیویی پیغام خپور کړ او په هغه کی یې ویلي چی د مصر مشرتابه له ډیره وخته د اسلام څخه اوښتې ده . الظواهری په دغه ۳۴ دقیقه ییزه پیغام کی لویدیځ په دې غندي چی په مصر کی یې غیر مذهبی او غیر اسلامی قانون طرح او عملی کړی دی . پیغام زیاتوی چی دیموکراسي یوه غیر مذهبی پدیده ده .
خو دا معلومه نه ده چی د الظواهري دغه ویډیو کېسیټ چیری فلمبرداري سوی دی . دا پسله اوږدې وقفې څخه د ده تازه ویډیو ده چی خپریږی .