کور / هستوي فزيک / ساينس:د سينې د سرطان جين و موندل شو

ساينس:د سينې د سرطان جين و موندل شو

د لمړي ځل لپاره يو ناوړه جين چې په ميرمنو كې ديو ځانګړي ډول د سينې د سرطان لامل ګرځي وموندل شو. دغه جين چې ZNF703 نومول شوى دى. دغه جين د ژونكو(حجرات) وده لمړى چټكوي او هغه بيا په پرله پسې توګه په نورو وړو ژونکو اړوي. پوهان  تمه لري چې د دغه جين پيژندنه به په راتلونكي پنځو كلونو كې د سرطان په ښۀ درملنه كې ښه مرسته وكړي. د سرطان د څيړنو د مركز مشر ډاكتر ويسلي واكر  وويل چې “دا جين د سينې د سرطان د راتلونكي درملني د ځيړنو لپاره مهم نوماند دى”. د يادوني وړ ده د سينې سرطان چې يواځي په ښځو كې شته د سږيو له سرطان څخه وروسته دوهمه درجه سرطان دى چې هر كال يواځي په اروپا كې شا اوخوا ۳۳۰۰۰ ښځې په دې مرض اخته كيږي چې ډيرى يې له ۵۰ كالو څخه د لوړ عمر ښځي دي.