بې ځايه شوي خلګ وايي په هلمند کې امنيت نشته

34 | فبروري 20th, 2011


کابل ته راغلي د هلمند ولایت کډوال وایی چی والي ګلاب منګل دلښکرګاه په ښار ولکه نه لري نو دوي ته څنګه خپلو لري پرتو سیمو ته د ورتګ ډاډ ورکولای سي.
جنګ جګړو په تیرو لسو کلونو کی د افغانستان تر هری بلي برخي ډیر د جنوبي ولایتونو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.
هلمند هم یو هغه ولایت دی چی په زرګونو تنه استوګن یی په تیرو دریو کلونو کی د جنګ جګړو او مرګ ژوبلو له کبله پلازمیني کابل ته را کډه سوي دي.
هغوي د دی لپاره چی ګوندي دلته به یې سر او مال په امن کی یی د کابل لویدځ پلوه د قمبر څلورلاري ته څیرمه په یوه خړ ډاګ کی چی تقریباُ اوس وروستۍ واورې بدل کړی ژوندکوي.
د دغه کمپ یو اوسیدونکی طاوس خان وايي چی حکومت دوي ته د استوګني ځایونه ندي ورکړي نوځکه لا همداسي د درد او غم شپې تیروي.
طاوس خان وايي چی په سیمه کی یی امن نسته او حکومت حتی د ولایت څو مترۍ باندي هم ولکه نه لري.نو دوي څرنګه کولای سي د طآلبانو له ویري خپلو مینو ته ستانه سي.

طاوس خان:
(( څوک وایې چې امنیت سته، زره امنیت هم نسته، حکومت له لښکرګاه څخه ماندې سیمې ته هم نسي تلای، ګرسره بالا هیڅ امنیت هم نسته)).
د قمبر څلور لاري ته څيرمه په دغه پراته پنډغالي کی چی یو شمیردکندهار او روزګان اوسیدونکي هم پکی ژوند کوي وايي چی دوي په هیڅ قیمت له دغه ځایه نه کوچیږي خو په یوه شرط به له دغه ځایه ځي چی حکومت ورته له هلمند پرته په بله هرسیمه کی چی مناسبه بولي ځآی ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024