کور / هستوي فزيک / څيړنه: لوڅو عكسونو او فلمونو ( پورنوګرافي) ته كتل اعصاب زيانمنوي

څيړنه: لوڅو عكسونو او فلمونو ( پورنوګرافي) ته كتل اعصاب زيانمنوي

د امريكې د تكزاس په سان انتونيو كې يوه څيړنه ښيي چې  لوڅو فلمونو او عكسونو ته كتل انسانان د الكولو او كوكائينو په شان روږدي كوئ.
د امريكا د عصابو د جراحي بورډ غړى ډاكټر ډونالډ هيلټن چې په دې څيړنه كې يې برخه اخيسې وايي:  هغه كسان چې  فاحشو فلمونو او عكسونو ته په كتلو روږدي دي  د مغز مخكينۍ برخه راټوله شوې ښكاري. دى وايي چې: پورنوګرافي د انسان له مغز څخه د طبيعي خوند اغيزه اخلي او د انسان د قضاوت او تفكيك قوه  په منفي ډول اغيزمنه كوئ چې په پايله كې دا ډول انسانان ډير ژر خوابدي او احساساتي كيږئ.
د يادوني وړ ده چې نا تائيد شوي سروې وايي چې: له ۱۸ څخه بيا تر ۲۴ كالونو عمر لرونكي ځوانان په يوه عادي مياشت كې اويا په سلو كې دا ډول فلمونه او عكسونه ګورئ ، شل په سلو كې سړي په خپلو رسمي دفترونو كې دا ډول فلمونه او عكسونه ګورئ ، ۶۸ مليونه ځله په ورځ كې د دې ډول عكسونو ، فلمونو او ويبپاڼو لپاره په سرچ انجنونو كې لټون كيږئ، او ۲،۵ مليونه پورنوګرافيك بريښناليكونه د ورځي په نړۍ كې تبادله كيږئ.