کور / هستوي فزيک / ساينس: د دوو ژبو زده كوول روغتيا ته ګټه لري

ساينس: د دوو ژبو زده كوول روغتيا ته ګټه لري

د ساينس د پرختګ لپاره د امريكايي ادارې پوهان وايي چې د دوو ژبو زده كوول روغيتا ته ګټه لري. د دغې ادارې څيړونكي وايي: هغه وګړي چې دوه ژبي يې زده او هغه كاروي د هغو په پرتله چې يوه ژبه يې زده وي د ناروغيو په مقابل كې ډير مقاومت لري. همدارنګه هغه ماشومان چې دوه ژبي يې زده وي د هغو په پرتله چې يوه ژبه يې زده وي ډير فعاله او ځيرك دي.
دغه څيړنه چې د الزايمر په ناروغانو باندې شوي ده ښيي چې د دوو ژبورويونكي وګړيردردې ناورغۍ په مقابل كې ډير مقاومت لري.
د ټورنټو  ديورك پوهنتون يو اروا پوه ايلن بياليستوك وويل چې: كه څه هم د ژبو زده كړه د انسانانو په عمر پورې نيغ تړاو لري خو بيا هم دا څيړنه د هر عمر لرونكي انسان باندې صدق كوئ.
هيرده دي نه وي چې په دغه څيړن پاڼه كې راغلي دي: هغه كډوال چې په كور كې مورنۍ او د كورباندې د هغه هيواد ژبه وايي د مغزي فعاليت او روغيتا له اړخه د هغه هيواد د كورني وګړو په پرتله ډير سالم دي. د دې څيړني په پايله كې داسي انګيرل شوي ده چې له دوو نه ډيرو ژبو زده كړه او كارول كيداى شي د مغز په فعاليت له دې امله منفي اغيزه وكړي چې په يو وخت كې بايد ويونكى په خپل مغز كې څو ځله د ژبو كوډونه سره بدل كړي.