زرداري:لومړی وزير بايد څلور واړو صوبو ته د منلو وړ وي

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2008


د پاکستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري ويلي دي چې د وزير اعظم څوکۍ ته داسي کانديد ټاکل غواړو چې هغه څلور واړه صوبو ته د منلو وړ وي او د پيپلز ګوند راتلونکى روښانه کړي ، د وزير اعظم څوکۍ ته د کانديد اعلان به په څو ورځو کښې وکړل شي ، د هندوستان د يوه ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ کښې اصف زرداري زياته کړې ده چې امين فهيم د وزير اعظم ته د کانديدو په لسټ کښې د سر په ليکه کښې دى خو د حالاتو په نظر کښې نيولو سره ددۀ په ځاى بل کانديد ټاکل کېدلې شي ، نوموړي تور لګولۍ دى چې په انتخاباتو کښې درغلۍ شوى دى ، ځکه پيپلز ګوند دوه په درې کښې اکثريت تر لاسه نکړ، د هندوستان سره د اړيکو په حقله د پيپلز ګوند تګلاره واضح ده ، د کشمير لانجه به د پاکستان او هندوستان تر منځ اړيکې خړې پړې نکړي

Copyright Larawbar 2007-2024