چين : د ویبپاڼو لخوا پلان سوي لاریونونه تر کنټرول لاندي دي
په چین کښي د هغه وروسته لاریونونه پېل سول، کله چي د یو شمېر ویبپاڼو لخوا د پلان سوو لاریونونو خبر خپور سو . ذکر سوئ خبر د امریکا د متحده ايالاتو په یوه چینايي ژبي ویبپاڼه کي خپور سوئ و .
د خپور سوي خبر له مخي د کمونسټي رژیم پر خلاف د چین په ۱۳ ښارونو کي لاریونونه پلان سوي وه .
په شانګهای کښي د لاریون یوې کمي ډلي کوښښ کاوه، خو د زیات شمېر پولیسو له امله لاریون ډېر ژر تر کنټرول لاندي و . تفصیلي راپورونه لیکي چي په شانګهای کي د زیاتو نورو په شمول یوې بوډا مېرمني څو ځلي د آزادی نارې ووهلې، خو نوموړې د پولیسو د راتګ سره سم دستي وتښتېده او ځان یې ګوښه کړ .
همداراز په ۱۱ نورو ښارونو کي د پولیسو د زیات شمېر له کبله لاریونونه په کنټرول کي دي .