په کونړ کی د ملکی خلکو د وژنی په اړه د طالبانو اعلامیه
طالبانو په هغه اعلامیه کی چی رسنیو ته یې لیږلې ، د کونړ په غازی آباد کی د امریکایی بم وریو له امله د ۷۰ ملکی خلکو وژل په کلکه غندلي او هغه یې یو وحشیانه عمل وباله . اعلامیه وایی چی امریکایانو پنځوس کورونه هم لوټی لوټی کړل .
اعلامیه زیاتوی چی صرف څو ورځی مخکی ملګرو ملتونو وویل چی د امریکا لخوا اوس د ملکی خلکو وژل لږ سوي دي خو یوه هفته لا نه ده تیره سوې چی امریکایانو بیا خپل امتحان ورکړ او دغه قتل عام یې وکړ چی دا یو نه بخښل کېدونکی جنایت دی .
اعلامیه په پای کی وایی چی امریکا باید د ملکی وګړو د کمزورۍ څخه ناوړه ګټه پورته نکړی خو هغوی خدای لری او بدله به یې حتمأ واخیستل سی .